چاپرښته ۲۰۲۴ - ۲۰۱۵ پښتو بائبلونه ﺍﻭ څ.ب.اِس ﺍﻭ یو.ب.اِس
۱ د څښتن ستاینه وکړئ د اسمان مخلوقه
ووایئ چې څومره ډک دی د جلال نه د څښتن نوم
۲ د څښتن عبادت وکړئ د هغه په سپېڅلتوب
او شان شوکت کې
کړئ څښتن ته عبادت په سپېڅلې توګه
۳ په دریابونو اورېدلی شي اواز د څښتن
جلالي خدای کړي خبرې لکه تندر
په ټولو دریابونو اورېدی شي اواز د هغه
۴ زورور دی د څښتن اواز
ډک دی له جلاله د څښتن اواز
۵ چې څښتن کاندي خبرې
نو اواز یې ماتوي د سبر ونې
حتی دا چې ماتوي هم د لبنان د سبر ونې
۶ لړزوي هغه ټول غرونه د لبنان
وهي څرنګه ټوپونه چې خوسی
د حرمون غر په دا ډول خوځېدل کړي
لکه د ځوان وحشي غویي د ټوپونو په شان
۷ ځلېدونکې برېښنا جوړه
له اوازه د څښتن شي
۸ د څښتن اواز دښته په لړزان راولي
ده په لړزان د قادش دښته
۹ د څښتن په اواز کږوي د څېړۍ ونې
او د ونو څخه پاڼې رژوي
نو د خدای په کور کې هر یو چیغې وهي:
«وي دې جلال څښتن ته»
۱۰ حکم چلوي څښتن سېلاب باندې
وي هغه پاچا به تر ابده
۱۱ ورکوي څښتن ولس خپل ته قوت
ورکوي ورته د سولې برکت