۰:۰۰ / ۰:۰۰
بل څپرکۍ

زبور شريف

يو سل او پنځوسم زبور

د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ

۱ د مالِک خُدائ ثناء ووايئ.

د هغۀ په مقدس ځائ کښې د هغۀ ثناء ووايئ،

د هغۀ په زورَور آسمان کښې د هغۀ ثناء صِفت وکړئ.

۲ د هغۀ د لويو کارونو په وجه د هغۀ ثناء صِفت وکړئ،

او د هغۀ د بې‌حده لويوالى په اندازه د هغۀ ثناء صِفت وکړئ.

۳ او د بيګل د آواز سره د هغۀ ثناء خوان شئ،

د رباب او بينجو د ساز سره د هغۀ ثناء صِفت وکړئ.

۴ د تمبل او ګډا سره د هغۀ ثناء صِفت وکړئ،

په شپيلۍ او د رباب تارونو سره د هغۀ ثناء صِفت وکړئ.

۵ د چمټو او تاليو سره د هغۀ ثناء صِفت وکړئ،

د هغۀ ثناء صِفت د تاليو په شرنګار کښې وکړئ.

۶ هر يو ساه لرونکے دې د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړى،

د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ.

بل څپرکۍ