۰:۰۰ / ۰:۰۰

زبور شريف

يو سل او شپږ څلوېښتم زبور

د مالِک خُدائ ابدى وفادارى

۱ د مالِک خُدائ ثناء صِفت دې وى.

د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړه، اے زما ځانه.

۲ زۀ به په خپل ټول ژوند کښې د مالِک خُدائ ثناء صِفت کوم،

او ترڅو چې زۀ ژوندے يم د مالِک خُدائ ثناء صِفت به کوم.

۳ او په شهزادګانو توکل مۀ کوئ،

په فانى انسان توکل مۀ کوئ څوک چې خلاصون نۀ شى ورکولے.

۴ کله چې ترې روح وځى نو خاورو سره خاورې شى،

او په هم هغه ورځ يې ټولې منصوبې خرابې شى.

۵ بختور دى هغوئ د چا مدد چې د يعقوب خُدائ پاک وى،

او د چا اُميد چې په مالِک خُدائ يعنې په خپل خُدائ پاک وى.

۶ ځکه چې هغۀ آسمانونه او زمکه، سمندر او څۀ چې په کښې دى پېدا کړى دى

او هغه تل وفادار دے.

۷ هغه په خپله د مظلومانو مقدمه چلوى،

او اوږى ته خوراک ورکوى.

مالِک خُدائ قېديان آزادوى.

۸ مالِک خُدائ ړندو ته نظر ورکوى.

او هغه ټول راکونټى شوى راوچته وى،

مالِک خُدائ د صادقانو سره مينه کوى.

۹ مالِک خُدائ د مسافرو خيال ساتى،

او يتيمانو او کونډو ته خوراک ورکوى،

خو هغه د بدعملو منصوبې او طريقې خرابوى.

۱۰ مالِک خُدائ د تل دپاره بادشاهت کوى،

د ټولو نسلونو دپاره اے صيونه.

د مالِک خُدائ ثناء صِفت دې وى.