۰:۰۰ / ۰:۰۰

زبور شريف

يو سل او دوه څلوېښتم زبور

د حضرت داؤد يو مشکيل، هغه دُعا چې کله هغه په غار کښې وو

۱ زۀ په زوره مالِک خُدائ ته ‎ژړا کوم،

او ما د رحم دپاره مالِک خُدائ ته آواز وکړو.

۲ زۀ خپل فريادونه د هغۀ په وړاندې کوم،

د هغۀ په وړاندې زۀ خپل مصيبت بيانوم.

۳ کله چې زما روح په ما کښې کمزورے شى،

نو دا تۀ يې چې زما په لارو پوهېږې.

په کومو لارو چې زۀ روان يم

نو په هغه لارو کښې يې ما دپاره دام پټ لګولے دے.

۴ وګوره زما ښې طرف ته وګوره

هيڅوک زما پرواه نۀ کوى،

زما پناه ګاه نشته هيڅوک زما د ژوند پرواه نۀ کوى.

۵ زۀ تا ته ژړا کوم، اے مالِکه خُدايه،

زۀ دا وايم چې، ”تۀ زما پناه ګاه يې،

او تۀ د ژوندون په دُنيا کښې زما برخه يې.“

۶ زما ژړا تۀ واوره،

ځکه چې زۀ ډېر سخت محتاجه يم.

څوک چې ما ګېرول غواړى د هغوئ نه ما بچ کړه،

ځکه چې دوئ زما نه ډېر زورَور دى.

۷ تۀ ما د قېد نه خلاص کړه،

چې ستا د نوم ثناء صِفت وکړم.

نو بيا به صادقان رايوځائ شى زما په حقله،

ځکه ستا د مهربانۍ په وجه.