د زبورونو کتاب

یوسلو دوه څلوېښتم زبور

د دښمنانو څخه د خلاصون دپاره دعا

(د داود زبور کله چې هغه په سمڅه کې ؤ)

۱ زه فریاد کوم څښتن ته

د رحم دپاره ورته کومه زارۍ

۲ شکایتونه خپل ټول وړاندې کوم هغه ته

تکلیفونه خپل ټول بیانوم هغه ته

۳ کله چې روح زما کمزوری شي

نو ته پوهېږې چې په کومه لاره لاړ شمه زه

په هغه لاره چې روان یمه زه

زما دښمنانو راته ایښی پټ دام

۴ کله چې خپل شاوخوا ته وګورم زه

هېڅوک نه وینم چې زما کومک ته راشي

هېڅ پناه ځای نه لرم

نشته هېڅوک چې په ما پام وکړي

۵ ای څښتنه، زه فریاد کومه تاته

ځکه چې ته یې پناه ځای زما

په دې ژوند کې چې څه غواړم هغه ته یې

۶ زما فریاد واوره کومک دپاره

ځکه چې زه خوار او زار شوی یمه

ماته نجات راکړه د خپلو دښمنانو څخه

ځکه هغوی دي ډېر قوي زما نه

۷ ته مې خلاص کړه له دې زندانه څخه

نو بیا به زه ستا د نامه ثنا او صفت کومه

ستا د نېکانو په غونډه کې

ځکه چې ما سره دې کړی احسان