۰:۰۰ / ۰:۰۰

زبور شريف

يو سل او دوه دېرشم زبور

يروشلم ته د ختلو سرود

۱ اے مالِکه خُدايه داؤد ياد ساته

او ټول هغه کړاونه کوم چې هغۀ وزغمل ياد ساته.

۲ هغۀ د مالِک خُدائ سره قسم وخوړلو

او د يعقوب د قادر مطلق خُدائ پاک سره يې وعده وکړه،

۳ ”او زۀ به خپل کور ته نۀ ورننوځم

او نۀ به خپل کټ کښې آرام وکړم.

۴ او نۀ به سترګې پټې کړم

او نۀ به سترګې مرغۍ کېدو ته پرېږدم،

۵ تر دې چې مالِک خُدائ له ځائ پېدا کړم،

او د يعقوب قادر خُدائ له د اوسېدو ځائ پېدا کړم.“

۶ مونږ د لوظ صندوق ذکر په اِفراته کښې واورېدلو،

او مونږ هغه د يعريم په مُلک کښې وموندلو.

۷ ”راځئ چې مونږه د هغۀ د اوسېدو ځائ ته لاړ شُو،

راځئ چې د هغۀ د پښو چوکۍ په وړاندې هغۀ ته سجده وکړُو.“

۸ مالِکه خُدايه پاڅه او خپل مقدس عرش ته دې راشه،

خپل د لوظ صندوق سره چې ستا د قدرت نښه ده.

۹ ستا اِمامان دې د صداقت جامې واچوى،

او ستا مقدسين دې د خوشحالۍ سندرې ووائى.

۱۰ ستا د خِدمتګار داؤد په خاطر

خپل غوره شوى دې مۀ رد کوه.

۱۱ مالِک خُدائ د خپل خِدمتګار داؤد سره قسم وکړو

يو داسې پوخ قسم چې هغه به نۀ ماتوى،

”چې زۀ به يو کس ستا د نسل نه ستا په تخت کښېنوم.

۱۲ کۀ ستا زامن زما لوظ پوره وساتى

او ستا هغه اصُول منى کوم چې ورته وښايم،

نو بيا به د هغوئ زامن تر ابده پورې ستا په تخت ناست وى.“

۱۳ ځکه چې مالِک خُدائ صيون خوښ کړے دے،

هغۀ د اوسېدو دپاره دغه ځائ خوښ کړے دے،

۱۴ ”دا زما تر ابده پورې د آرام ځائ دے،

او هلته به زۀ په تخت کښېنم د کوم چې ما خواهش کړے وو.

۱۵ دا به زۀ په ډېر پېداوار باندې بختور کړم،

او د هغې غريبان به زۀ په خوراک باندې ماړۀ کړم.

۱۶ زۀ به د خلاصون جامې ورواغوندم د دې اِمامانو ته،

د هغې مقدسين دې د خوشحالۍ سندرې ووائى.

۱۷ دلته به زۀ د داؤد د فخر ښکر جوړ کړم،

د خپل مقرر شوى کس دپاره به ډيوه بله کړم.

۱۸ زۀ به د هغې دشمنانو ته د شرم جامې واغوندم،

او د هغۀ په سر تاج به د لوئې مرتبې وى.“