د زبورونو کتاب

یوسلو یودېرشم زبور

د خاکساره سړي دعا

(په اورشلیم کې د خدای کور ته د تګ سندره او د داود زبور)

۱ ای څښتنه، زما په زړه کې کبر نشته

زما په سترګو کې غرور نشته

نه کوم فکر هغه څه په هکله چې دي بهر زما له وسه

یا هغو کارو په هکله چې ډېر سخت دي راته

۲ بلکې ارام او خاموش مې کړ ځان

لکه ماشوم چې د خپلې مور غېږ کې ارام پروت وي

نو داسې ماشوم په شان مې زړه دی ارام

۳ ای اسراییلو، په څښتن باندې باور ولرئ

له همدا‌اوس نه تر ابده پورې