۰:۰۰ / ۰:۰۰

زبور شريف

يو سل او اوولسم زبور

۱ اے ټولو قومونو د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ،

اے ټولو خلقو د هغۀ لوئى بيان کړئ.

۲ ځکه چې زمونږ دپاره د هغۀ مينه ډېره لويه ده،

او د مالِک خُدائ وفادارى د تل دپاره ده،

ثناء صِفت دې مالِک خُدائ ته وى.