د زبورونو کتاب

یوسلو اوولسم زبور

د څښتن په ثنا او صفت کې

۱ ای ټولو قومونو، د څښتن ثنا او صفت وکړئ

ای ټولو خلکو، د هغه لویي بیان کړئ

۲ هغه زمونږ سره کړي مینه تلپاتې

او وفاداري یې ده تر ابده پورې

د څښتن ثنا او صفت وکړئ!