د زبورونو کتاب

یوسلو څلورم زبور

د خالق خدای په ستاینه کې

۱ ووایه ثنا د څښتن ای زما ځانه!

څومره عظیم یې ته زما څښتن خدایه!

د لویۍ او د جلال لباس کې پټ یې

۲ تا په رڼا کې ځان پوښلی د کالیو په څېر

تا اسمانونه غوړولي د خېمې په شان دي

۳ پاسنی چت دې د خپل کور جوړ کړی ورېځو باندې

خپلې جنګي ګاډۍ په شان له ورېځو کار اخلې ته

سپرېږې ته په وزرونو د باد

۴ ته د بادونو نه کار اخلې د استازو په شان

د اور لمبې ته کاروې د خادمانو په شان

۵ تا درولې ځمکه داسې بنیادونو باندې

هغه به هېڅکله ونه خوځیږي

۶ په دریابونو باندې وپوښله ځمکه دې چپنې په څېر

اوبو نیولي دي د غرو سرونه

۷ اوبه چې ورټلې تا نو هغه وتښتېدې

ستا د تندر د اواز په اورېدو سره په منډه شولې

۸ د غرو په څوکو باندې وبهېدې شولې درو ته ښکته

لاړلې هغه ځای ته چې ټاکلی ورته تا ؤ

۹ تا ورته حد وټاکه چې ورنه تېرې نه شي

څو یوځل بیا ځمکه ونه پوښي دوی

۱۰ جاري کوې چینې درو کې ته

ترڅو اوبه یې شي روانې د غونډیو منځ کې

۱۱ د څښاک اوبه ورکوي ټولو ځنګلي ځناورو ته

ماتوي تنده په دې د ځنګلي خرو

۱۲ مرغان اوسیږي د اوبو په شاوخوا ونو کې

وایي سندرې یې په څانګو باندې

۱۳ اوبه کوې غرونه له خپل اسماني کوره

ستا د کارونو د ثمر ځینې بسیا ده ځمکه

۱۴ راشنه کوې واښه څارویو لره

د انسانانو په خاطر بوټي چې ویې کري

ترڅو د ځمکې نه خواړه پیدا کړي

۱۵ هم د انګورو شراب چې دوی یې خوښ کړي

زیتونو تېل یې د مخونو د ځلا دپاره

او هم خواړه چې دوی ته ورکړي قوت

۱۶ د څښتن ونې ښې خړوبې شولې

د سبر ونې د لبنان چې دي هغه کرلې

۱۷ جوړوي ځالې په هغو کې مرغان

لري کورونه لګ‌لګان د صنوبر ونو کې

۱۸ اوسیږي لوړو غرو کې ځنګلي وزې

ګړنګونه پناه ځای د غرنۍ سویو

۱۹ تا سپوږمۍ ده پیدا کړې چې معلومې کړو پرې میاشتې

پوهیږي لمر چې پرېوځي څه وخت

۲۰ ته راولې تیاره او شپه جوړیږي

ټول ځنګلي ځناور ګرځي په کې

۲۱ غړمبیږي ځوان زمریان ښکار پسې

تیاروي چې ورته خدای هغه خواړه لټوي

۲۲ چې لمر راوخېژي، دوی بېرته ورځي

خپلو غارو کې څملي

۲۳ خپلو کارو پسې روان شي خلک

او تر ماښامه پورې زیار وباسي

۲۴ تا دي جوړ کړي ای څښتنه ډول ډول شیان

ټول دې جوړ کړي د حکمت له مخې

په مخلوقاتو ځمکه ډکه ده ستا

۲۵ دریابونه دي پراخه او لوی

چې بې‌شمېره مخلوقات په کې اوسیږي

که کوچني دي یا غټ

۲۶ وګورئ کشتۍ چې دي روانې د هغوی په سر

او نهنګ چې پیدا کړی دی تا او په کې لوبې کوي

۲۷ هغه ټول دي په تمه تاته

چې په خپل وخت ورته خواړه ورکړې

۲۸ ته چې هغوی ته ورکوې کوم شیان، راټولوي یې هغوی

ستا د لاس په خلاصېدو، ماړه کیږي هغوی په ښو شیانو

۲۹ چې مخ ترې واړوې نو سخت وېریږي هغوی

چې ساه ترې واخلې نو مړه کیږي هغوی

او ورځي بېرته هغې خاورې ته چې جوړ شوي ورنه

۳۰ چې کله ورکړې ورته ساه نو ژوندي شي هغوی

او ورکوې ځمکې ته نوی ژوندون

۳۱ وي تر ابده دې جلال د څښتن

خپلو کارونو باندې وي دې خوشحاله څښتن

۳۲ چې ځمکې ته وګوري نو په لړزان شي هغه

چې غرو ته لاس وروړي نو ترې راوځي لوګی

۳۳ زه به خپل ټول عمر سندره د څښتن وایمه

ترڅو ژوندی یم زه ثنا به د خپل خدای وایمه

۳۴ وي دې خوشحاله په خیالونو زما

ځکه چې زه یمه خوشحاله د څښتنه څخه

۳۵ شي نابود ګناهکاران دې ټول د ځمکې

پاتې دې نه شي بدعمله نور

ووایه ثنا ته د څښتن ای زما ځانه!

د څښتن ثنا او صفت وکړئ!