۰:۰۰ / ۰:۰۰
فصل قبلی

دَ تيطوس په نُوم دَ پولوس رسُول خط

اول باب

سلام

۱دا خط دَ پولوس دَ طرفه دے چه دَ خُدائے غُلام اَؤ دَ عيسىٰ مسيح رسُول دے.

زَۀ دَ دے دَ پاره مُقرر کړے شوے يم چه دَ خُدائے په غوره شوو کښے دَ ايمان دَ راوړلو وسيله جوړ شم اَؤ دَ ديندارئ پُوره رښتينوالى په هغوئ څرګنده کړم. ۲دَ هغه بُنياد دَ تل ژوندُون اُميد دے، اَؤ خُدائے چه هيڅکله دروغ نۀ وائى، مُونږ سره دَ هغه ژوندُون وعده له ازل نه وکړه. ۳اَؤ بيا خُدائے دَ خپل ټاکلى شوى وخت په مُطابق دَ خپل پيغام په وسيله هغه ښکاره کړو. دا پيغام ما ته وسپارلے شو اَؤ زَۀ دَ خپل خلاصوُونکى خُدائے په حُکم دا آؤرم.

۴دا خط زَۀ دَ تيطوس په نُوم ليکم چه ما سره په شريک ايمان کښے زما رښتينے زوئے دے.

دَ خُدائے پلار اَؤ زمُونږ دَ خلاصوُونکى مسيح عيسىٰ فضل اَؤ سلامتى دِ په تا وى.

دَ تيطوس کار په کريت کښے

۵ما په کريت کښے تۀ دَ دے دَ پاره پريښے وے چه تۀ پاتے شوے کار پُوره کړے اَؤ زما دَ حُکم په مُطابق ښار په ښار داسے مشران مُقرر کړے، ۶چه څوک بے اِلزامه اَؤ دَ يوے ښځے خاوندان وى، اَؤ بچى ئے ايمانداره اَؤ دَ بدچلنئ اَؤ دَ نافرمانئ دَ اِلزام نه پاک وى. ۷ځکه چه دَ جماعت مشر دَ خُدائے دَ کار دَ مُختار کيدو په وجه دِ بے اِلزامه وى، چه هغه دِ نۀ خودغرضه، نۀ غُصه ناک، نۀ شرابى، نۀ جګړه مار، اَؤ نۀ دِ دَ ناجائزے ګټے حرصناک وى. ۸بلکه هغه دِ ميلمه پالُونکے، نيک خواه، تقوىٰ دار، مُنصف مزاجه، پاک اَؤ صبرناک وى. ۹کُوم کلام چه هغۀ ته ورزده کړے شوے دے، هغه دِ دَ دے لائق وى، چه خلق په هغۀ باور کولے شى. نو په کار دى چه مشر په دے کلام قايل وى چه هغه په صحيح تعليم ورکولو نصيحت هم کولے شى، اَؤ مُخالفان قائل کولے هم شى.

۱۰ځکه چه ډير خلق نافرمانه، بدزبانه اَؤ دوکه باز دى، خاص دَ نؤو ايمان راوړُونکو يهُوديانو په مينځ کښے. ۱۱دَ دوئ خُلۀ بندول په کار دى ځکه چه دا خلق دَ ناجائزے ګټے دَ پاره ورانے خبرے ورزده کوى اَؤ دغه شان کورُونه اَؤ خيلخانے تباه کوى. ۱۲لکه چه په دوئ کښے يو پيغمبر دا وئيلى دى چه ”کريتيان هميشه دروغژن، وحشيان، ګيډه ور اَؤ لټان دى.“ ۱۳دا ګواهى رښتيا ده، نو هغوئ په دے ډير ملامته کوه دَ دے دَ پاره چه دَ هغوئ ايمان ټينګ شى. ۱۴اَؤ هغوئ دِ نۀ دَ يهُوديانو قيصو اَؤ دَ هغو سړو حُکمُونو ته غوږ ږدى، چه دَ حق نه ګُمراه دى. ۱۵دَ پاکو خلقو دَ پاره ټول څيزونه پاک دى، خو دَ ګُناه ګارو اَؤ بے اِيمانه خلقو دَ پاره هيڅ شے هم پاک نۀ دے بلکه دَ هغوئ عقل اَؤ ضمير دواړه پليت دى. ۱۶هغوئ دَ خُدائے دَ پيژندلو دعوىٰ کوى خو په عمل کښے دَ هغۀ نه اِنکار کوى، ځکه چه هغوئ مکروه اَؤ نافرمانه دى اَؤ دَ يو نيک کار قابل هم نۀ دى.

فصل قبلی