د روت کِتاب

درېم باب

د روت د بوعز په درمند کښې کار کول

۱څۀ وخت وروستو نعومى روت ته ووئيل، ”زۀ به خامخا ستا دپاره خاوند لټوم، چې ستا خپل کور آباد شى. ۲دا ياد ساته چې بوعز، د چا د ښځو سره چې تا کار کولو، هغه زمونږ رشته‌دار دے. اوس دا خبره واوره، هغه به نن شپه په درمند کښې اوربشې بادوى. ۳نو ولامبه، عطر ولګوه، او د ټولو نه ښې جامې واچوه. او بيا لاندې درمند ته لاړه شه، خو چې هغۀ ته دا پته ونۀ لګى چې تۀ هلته يې تر هغې پورې چې هغۀ خوراک څښاک ختم کړے نۀ وى. ۴تۀ ورته ګوره چې هغه چرته څملى، چې کله هغه اودۀ شى، نو لاړه شه او د هغۀ نه څادر اوچت کړه او ورسره اوده شه. نو هغه به تا ته ووائى چې تۀ به څۀ کوې.“ ۵روت ووئيل، ”زۀ به هم هغه شان وکړم لکه څنګه چې تا ما ته ووئيل.“ ۶نو روت درمند ته لاړه او چې څنګه خواښې ورته وئيلى وُو هم هغه شان يې وکړل. ۷کله چې بوعز خوراک څښاک ختم کړو، نو هغه ښۀ په سور کښې وو. هغه د اوربشو ډېرى له لاړو او څملاستو. روت غلې غلې ورغله، څادر يې ترې اوچت کړو او هغۀ سره اوده شوه. ۸هغه د شپې ناڅاپه راويښ شو، په بل مخ واوړېدو، نو حېران شو چې هغۀ سره يوه ښځه اوده ده. ۹هغۀ ترې تپوس وکړو، ”تۀ څوک يې؟“ هغې جواب ورکړو، ”زۀ روت يم، ستا د پښو خاوره، په ما نظر وکړه، ځکه چې تۀ زما نزدې رشته‌داره يې.“ ۱۰هغۀ ووئيل، ”مالِک خُدائ دې بختوره کړه. تۀ اوس د هغې نه هم لويه وفادارى ښائې چې تا د خواښې دپاره څۀ کړى وُو. تا کولے شول چې يو ځوان سړے دې خوښ کړے وے، مالدار يا غريب، خو تا داسې ونۀ کړل. ۱۱خو روت، اوس خفه کېږه مه. چې تۀ څنګه غواړې زۀ به هم هغه شان وکړم، لکه چې په ښار کښې ټولو خلقو ته پته ده، چې تۀ يوه شريفه ښځه يې. ۱۲دا رښتيا دى چې زۀ ستا نزدې رشته‌دار يم او زۀ ستا خيال ساتم، خو دلته ستا، زما نه نزدې بل خپل هم شته. ۱۳پاتې شپه دلته تېره کړه، او سحر به مونږ وګورو چې هغه ستا ذمه وارى اخلى يا نه. کۀ اخلى، نو ټيک ده، او کۀ نۀ اخلى، نو زۀ بيا په ژوندى مالِک خُدائ قسم کوم چې زۀ به ستا خيال ساتم. نو اوس دلته تر سحره پورې پاتې شه.“ ۱۴نو هغه ورسره هلته اوده وه او د چرګ د بانګ نه مخکښې پاڅېده چې څوک يې ونۀ وينى، ځکه چې بوعز نۀ غوښتل چې چا ته دا پته ولګى چې د هغې شپه هلته وه. ۱۵بوعز هغې ته ووئيل، ”خپل څادر دلته خور کړه.“ او هغې هغه خور کړو، او هغۀ هغې له تقريباً شپاړس سېره اوربشې په څادر کښې واچولې او هغه پنډ يې ورپه سر کړو. او هغه ښار ته واپس راغله. ۱۶کله چې هغه کور ته راغله، خواښې ترېنه تپوس وکړو، ”لورې، څۀ چل وشو؟“ نو روت هغه هر څۀ ورته ووئيل چې بوعز د هغې دپاره کړى وُو. ۱۷روت دا هم ووئيل چې، ”هغۀ ما ته وئيلى وُو چې تۀ خپلې خواښې له خالى لاسونه مۀ ځه، نو هغۀ ما له دومره ډېرې اوربشې راکړې.“ ۱۸نعومى ورته ووئيل، ”زما لورې اوس صبر کوه چې د دې خبرې څۀ حل راونۀ وځى نو بوعز به تر هغې پورې په قلاره نۀ کښېنى چې نن دا مسئله حل نۀ کړى.“