د يوحنا رسول رويا

څلورم باب

په آسمان کښې د خُدائ پاک عبادت

۱د دې نه وروستو بيا ما نظر واچولو نو په آسمان کښې مې يو ور کولاو وليدو. نو چې اول کوم آواز ما واورېدو نو لکه د بيګل په شان يې ما ته خبرې کولې، ”دلته پاس راشه چې زۀ به تا ته هغه وښايم څۀ چې به د دې نه پس خامخا کيږى.“ ۲سمدستى د روحُ القُدس په وسيله ما يوه رويا وليدله چې په آسمان کښې يو تخت وو او په تخت يو کس ناست وو. ۳او هغه څوک چې هلته ناست وو د جاسپر او يمنى عقيق په شان پړقېدو، او د تخت نه چاپېره د بوډۍ ټال وو چې د زمرودو په شان پړقېدو. ۴او د تخت نه ګېرچاپېره څليريشت نور تختونه وُو او په هغوئ څليريشت مشران ناست وُو چې سپينې جامې يې اغوستې وې او د سرو زرو تاجونه يې په سر وُو. ۵او د تخت نه د برېښنا رڼا او د تندر آوازونه راختل او د تخت نه وړاندې اووۀ مشعلونه بلېدل چې د خُدائ پاک اووۀ روحونه دى. ۶او د تخت د وړاندې يې د شيشې سمندر وو چې د بلور په شان ښکارېدو. او د تخت نه چاپېره څلور جاندار وُو چې وړاندې وروستو يې سترګې وې. ۷اول جاندار د ازمرى په شان وو، دوېم د غوائى په شان، د درېم مخ د بنى آدم په شان وو او څلورم لکه د الوتونکى باز په شان وو. ۸دې څلورو جاندارو چې د هر يو شپږ وزرې وې او هر طرف ته يې سترګې وې، شپه او ورځ بغېر د دمې يې دا ثنا وئيله، ”قُدوس، قُدوس، قُدوس، قادر مطلق خُدائ پاک، هغه چې وو، چې دے، او چې راتلونکے دے.“ ۹او هرکله چې دا جاندار د هغه چا چې په تخت ناست دے او تل تر تله ژوندے دے، د هغۀ لوئى، عزت او شُکر ګزارى وکړى، ۱۰نو هغه څليريشت مشران هغۀ ته په سجده پرېوځى او عبادت يې کوى څوک چې په تخت ناست دے، او چې تل تر تله ژوندے دے، نو هغوئ خپل تاجونه د تخت په وړاندې هغۀ ته ږدى او وائى چې، ۱۱”اے زمونږ مالِکه خُدايه پاکه، تۀ د لوئى، عزت او قُدرت لائق يې ځکه چې تا هر څۀ پېدا کړى دى او دا ستا په مرضۍ پېدا شوى دى او په وجود کښې راغلى دى.“