۰:۰۰ / ۰:۰۰

زبور شريف

يو نوييم زبور

مالِک خُدائ زمونږ پناه ګاه او ساتونکے دے

۱ هغه څوک چې د خُدائ تعالىٰ په پناه کښې اوسيږى،

هغه به د قادر خُدائ د سورى لاندې په امان وى.

۲ زۀ به داسې وايم چې، ”مالِک خُدائ زما پناه او هم زما قلعه ده،

هم هغه زما خُدائ پاک دے په چا چې توکل کوم.“

۳ بې‌شکه هغه به تاسو د ښکاريانو د دامونو نه خلاص کړى

او هغه به تاسو د سختو بيماريانو نه بچ کړى.

۴ په خپلو بڼو به دې پټ کړى او تۀ به د هغۀ د وزرونو لاندې پناه ومومې.

د هغۀ وفادارى به دې ډال او ستا د حفاظت دېوال وى.

۵ تۀ به د شپې د دهشت نه نۀ يرېږې،

او نۀ به تۀ د ورځې د غشى نه يرېږې،

۶ او نۀ به د هغې وبا نه يرېږې چې په تيارۀ کښې راځى،

او نۀ به د هغې تباهۍ نه چې په رڼا ورځ کښې راځى.

۷ زر کسان به دې په خوا کښې او لس زره به دې ښى لاس ته راوغورزيږى،

خو تا ته به څۀ نقصان نۀ رسيږى.

۸ کۀ تۀ صرف سترګې کولاو کړې،

نو وبه ګورې چې بدعملو ته څنګه سزا ورکولے شى.

۹ کۀ چرې تۀ قادر مطلق خُدائ خپل د پناه ځائ جوړ کړې،

او کۀ تۀ خُدائ تعالىٰ خپل د اوسېدو ځائ جوړ کړې،

۱۰ نو هيڅ قِسمه نقصان به تا ته ونۀ رسيږى،

او هيڅ قسمه افت به ستا خېمې ته نۀ رانزدې کيږى.

۱۱ ځکه چې هغه به ستا په حقله خپلو فرښتو له حُکم ورکړى،

تۀ چې چرته هم ځې دوئ به ستا حفاظت وکړى.

۱۲ هغوئ به دې په خپلو لاسونو کښې پورته کړى

هسې نه چې په کاڼى تيندک وخورى.

۱۳ تۀ به په ازمرى او مار باندې پښې ږدې،

تۀ به ځوان زمرے او اژدها د پښو لاندې کړې.

۱۴ مالِک خُدائ فرمائى، ”ځکه چې دے ما سره مينه کوى زۀ به يې بچ کړم،

هغه زما په نامه يقين لرى زۀ به امان ورکړم.

۱۵ هغه به له ما نه سوال وکړى او زۀ به هغه قبول کړم.

په سخته کښې به زۀ د هغۀ سره يم زۀ به هغه بچ کړم،

او عزت به هغۀ ته ورکړم.

۱۶ زۀ به هغه په ډېر ژوند او عمر باندې موړ کړم،

او زۀ به خپل خلاصون هغۀ ته وښايم.“