کپی رایت ۲۰۲۴ - ۲۰۱۵ بائبل پشتو ﻭ څ.ب.اِس ﻭ یو.ب.اِس. تمامی حقوق محفوظ است
۱ اے مالِکه خُدايه، تا خپل برکت په خپل مُلک باندې وکړو،
او تا دوباره د يعقوب خوش قسمتى بحال کړه.
۲ تا د خپلو خلقو خطاګانې معاف کړې،
تا د هغوئ په ټولو ګناهونه پرده واچوله.
۳ تا خپله غصه په خپل ځان تيره کړه،
تا د خپل قهر لمبه په خپله باندې سړه کړه.
۴ اے مالِکه خُدايه، اے زمونږه خلاصوونکيه،
مونږه په خپل ځائ کړه خپل خفګان زمونږ نه لرې کړه،
۵ تۀ به ټول عُمر زمونږ نه خفه يې څۀ؟
تۀ خپل خفګان نسل در نسل ساتې څۀ؟
۶ ولې تۀ به دوباره مونږه تازه نۀ کړې څۀ؟
چې ستا خلق په تا کښې خوشحالى وکړى.
۷ اے مالِکه خُدايه، مونږ ته خپله ابدى مينه وښايه،
مونږه له خپل خلاصون راکړه،
۸ زۀ به مالِک خُدائ، خُدائ پاک ته غوږ ونيسم.
ځکه چې هغه به د خپل قوم، خپلو مقدسينو ته وکړى د خير خبره.
خو دوئ دوباره خپل کم عقلتوب ته مۀ پرېږده.
۹ بېشکه چې څوک د خُدائ نه يريږى د هغۀ خلاصون هغۀ ته نزدې دے،
نو دغه شان به د هغۀ جلال زمونږ په خاوره کښې اوسيږى.
۱۰ ابدى مينه او وفادارى به دواړه خپلو کښې ترغاړه شى،
سلامتى او صداقت به يو بل ښُکلوى.
۱۱ وفادارى د زمکې نه راپورته کيږى،
صداقت بره د آسمان نه لاندې راګورى.
۱۲ بېشکه مالِک خُدائ به ښۀ څيزونه مونږ له راکوى،
او زمونږ زمکه به ښۀ فصل پېدا کوى.
۱۳ صداقت د هغۀ په وړاندې روان وى،
او د هغۀ د قدمونو دپاره لار تياروى.