۰:۰۰ / ۰:۰۰

زبور شريف

يو کم اتيايم زبور

د حضرت آسف يو زبور

۱ اے پاکه خُدايه غېر قومونو ستا مُلک قبضه کړے دے،

هغوئ ستا د مقدس کور بې‌حرمتى وکړه

او هغوئ يروشلم په کنډرو بدل کړے دے.

۲ هغوئ ستا د خادِمانو لاشونه د هوا مارغانو ته وغورزول،

او ستا د مقدسينو غوښې يې ځنګلى ځناورو ته واچولې.

۳ هغوئ د دوئ وينه د يروشلم په کوڅو کښې لکه د اوبو توئ کړه،

او داسې څوک نشته چې د دوئ مړى ښخ کړى.

۴ مونږ خپلو ګاونډيانو ته سپک ښکارو،

او ګېرچاپېره خلق مونږ پورې خاندى او بې‌عزتى مو کوى.

۵ ترڅو پورې به مالِکه خُدايه؟ تۀ مونږ ته ولې په قهر يې؟ د تل دپاره څۀ؟

ترڅو پورې به ستا غېرت د اور په شان بليږى؟

۶ خپل غضب دې په هغه قومونو نازل کړه چې تا نۀ پېژنى،

هغه بادشاهتونو ته په قهر شه کوم چې دې نوم نۀ اخلى،

۷ ځکه چې هغوئ د يعقوب اولاد لواړ تير کړے دے

او مُلک يې ورله په کنډرو بدل کړے دے.

۸ مونږ د پلار نيکۀ په ګناه مۀ نيسه،

په مونږ دې ستا رحم زر تر زره راشى،

ځکه چې مونږ ډېر خوار و زار شوى يُو،

۹ زمونږ مدد وکړه، اے زمونږ خلاصونکى پاکه خُدايه،

چې ستا نوم جلال ومومى،

د خپل نوم په خاطر مونږ ته خلاصون راکړه او زمونږ ګناهونه معاف کړه.

۱۰ غېر قومونه دې ولې داسې ووائى چې، ”د دوئ خُدائ پاک چرته دے؟“

زمونږ د سترګو په وړاندې دا قومونه پوهه کړه،

چې تا د خپلو خادِمانو د توئ شوې وينې انتقام واخستو.

۱۱ د قېديانو فرياد په خپله واوره،

په چا چې د مرګ فېصله شوې ده د خپل مټ په زور دې هغه بچ کړه.

۱۲ اے مالِکه خُدايه، تۀ زمونږ ګاونډيانو له اووۀ چنده سزا ورکړه،

د هغه سپکوالى په وجه کوم چې دوئ تا پورې کړے دے،

۱۳ نو بيا به مونږ ستا خلق ستا د شپول ګډې به ستا ثناء صِفت د تل دپاره وکړُو،

او مونږ به ستا ثناء صِفت د يو نسل نه تر بل نسله پورې جارى ساتو.