۰:۰۰ / ۰:۰۰

زبور شريف

دوه اويايم زبور

د حضرت سليمان دُعا

۱ اے خُدايه پاکه، د اِنصاف دپاره بادشاه له همت ورکړه،

او د بادشاه زوئ له صداقت ورکړه.

۲ هغه به په صداقت سره د خلقو عدالت وکړى،

ستا د مظلومانو به په اِنصاف سره عدالت وکړى.

۳ غرونه به خلقو ته آبادى راولى،

غونډۍ دې د صداقت مېوه ونيسى.

۴ او هغه به د خلقو په مينځ کښې د مظلومانو مدد وکړى،

او د غريبانانو بچو ته به خلاصون ورکړى،

او ظالمان به د پښو لاندې کړى.

۵ ترڅو چې په آسمان کښې نمر او سپوږمۍ وى،

ټول خلق به تا نه يريږى،

نسل در نسل به دا جارى وى.

۶ نو بادشاه دې د باران په شان د واښو په پټو راوريږى،

لکه د باران په څاڅکو چې زمکه سيرابيږى.

۷ د هغۀ په ورځو کښې به صادقان آباد وى،

ترڅو چې په آسمان کښې سپوږمۍ وى نو تر هغه وخته به آباد وى.

۸ هغه به د سمندر نه تر سمندر پورې،

او د فرات د سيند نه د زمکې تر آخره به حکومت کوى.

۹ د دشتو کوچيان به د هغۀ په وړاندې په سجده شى،

د هغۀ دشمنان به خاورى په خولۀ شى.

۱۰ هغۀ ته به د ترسيس بادشاهان او د لرو لرو جزيرو نه قلنګ راوړى،

هغۀ ته به د شيبا او سِيبا بادشاهان تحفې راوړى.

۱۱ ټول بادشاهان به هغۀ ته په سجده شى،

ټول قومونه به د هغۀ خِدمت ګزار شى.

۱۲ هغه به حاجتمندو له خلاصون ورکړى څوک چې هغۀ ته وژاړى،

او د هغه مظلومانو به مددګار وى د چا چې څوک نۀ وى.

۱۳ په ضعيفانو او په حاجتمندانو به رحم وکړى،

او حاجتمندان به د مرګ نه بچ کړى.

۱۴ هغه به دوئ د ظلم او جبر نه بچ کړى،

د هغۀ په نظر کښې د دوئ وينه ده ډېره قيمتى.

۱۵ د بادشاه عمر دې ډېر شى د شيبا سرۀ زر دې هغۀ ته ورکړے شى،

خلق دې تل د هغۀ دپاره دُعا وغواړى،

او ټوله ورځ دې هغۀ ته د خُدائ پاک برکت ورکړے شى.

۱۶ غله دانه دې په مُلک کښې ډېره تېره شى،

تر دې چې د غرونو په سرونو دې غلې دانې وشى.

د لبنان د مېوو په شان دې مېوه زياته شى،

لکه څنګه چې پټى د واښو نه شنۀ دى، دغه شان دې انسانان په کښې ډېر شى.

۱۷ د بادشاه نوم دې د تل دپاره پاتې شى،

ترڅو چې نمر وى تر هغې دې پاتې شى.

ټول قومونه دې د هغۀ په وسيله برکتى شى،

او هغوئ دې ورته بختور ووائى،

۱۸ ثناء صِفت دې مالِک خُدائ، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک ته وى،

څوک چې په يواځې ځان په خپله عجيبه کارونه کوى.

۱۹ د هغۀ جلالى نوم ته دې د تل دپاره ثناء صِفت وى،

ټوله زمکه دې د هغۀ د جلال نه ډکه وى. آمين ثُمه آمين.

۲۰ دا د داؤد د دُعاګانو خاتمه ده،

څوک چې د يَسى زوئ دے.