کپی رایت ۲۰۲۴ - ۲۰۱۵ بائبل پشتو ﻭ څ.ب.اِس ﻭ یو.ب.اِس. تمامی حقوق محفوظ است
۱ ای خدایه، رحم وکړه په مونږ او برکت راکړه
په ورین تندي وګوره مونږ ته
۲ ترڅو چې ټوله دنیا وپېژني ستا لاره
ترڅو چې ټول قومونه وپېژني ستا نجات بخښونکی ځواک
۳ پرېږده چې خلک دې صفت وکړي خدایه
پرېږده چې ټول خلک دې کاندي صفت
۴ پرېږده خوشحال شي ټول قومونه
او سندرې د خوښۍ ووایي
ځکه چې ته د ولسونو قضاوت کړې په انصاف سره
او په دنیا کې لارښوونه د قومونو کوې
۵ پرېږده چې خلک دې صفت وکړي خدایه
پرېږده چې ټول خلک دې کاندي صفت
۶ بیا ورکوي ځمکه به خپل حاصل
خدای، زمونږه خدای به کړي نازل خپل برکت په مونږ
۷ خدای دې راکړي برکت مونږ ته
پرېږده چې ټول خلک په هرځای کې ترې وېره وکړي