۰:۰۰ / ۰:۰۰

زبور شريف

پينځۀ شپېتم زبور

د موسيقۍ د مشر دپاره: د حضرت داؤد يو زبور

د فصل راټولو شُکر ګزارى

۱ په صيون کښې، پاکه خُدايه، تۀ د ثناء صِفت لائق يې.

منښتې به هم تا ته وړاندې کيږى

۲ تۀ په خپله د ټولو دُعاګانې اورې،

ټول خلق به تا ته راشى.

۳ کله چې مونږ د خپلو ګناهونو لاندې راګېر شولو،

نو زمونږ ټول ګناهونه دې معاف کړل.

۴ بختور دى هغوئ څوک چې تا په خپله غوره کړى دى،

چې ستا په دربار کښې اوسيږى او خپل ځان ته دې نزدې کړى دى.

مونږ به ستا د مقدس کور په نعمتونو ماړۀ کړې.

۵ تا زمونږ دُعا داسې قبوله کړه

چې تا زمونږ دپاره د صداقت حېرانونکې کارونه کړى دى،

اے زمونږ خلاصونکيه زمونږ پاکه خُدايه.

د دُنيا د يو سر نه تر بل سره پورې،

او تر لرې سمندرونو پورې تۀ د هر چا اُميد يې.

۶ تا چې غرونه په خپل زور ودرولې دى،

خپل ځان دې په طاقت سمبال کړے دے.

۷ ستا په حُکم د سمندر زورَورى چپې او موجونه قلاريږى،

او هم ستا په حُکم د قومونو چغې سورې په قلاريږى.

۸ ستا د عجيبه کارونو نه دا دُنيا د يو سره تر بله ټوله يريږى،

د نمر ختو نه د نمر پرېوتو پورې تۀ د خلقو د خوشحالۍ د آوازونو سبب کېږې.

۹ تۀ د زمکې خيال ساتې اوبۀ ورکوې او ښۀ يې زرخيزه کوې،

د خُدائ پاک سيندونه د اوبو نه ډک شُو.

نو خلقو ته د غلې دانې بندوبست وشو.

نو دغه شان دې په زمکه انتظام وکړو.

۱۰ قُلبه شوې پټى په باران سيرابه کوې،

لوړې ژورې او لوټې يې هواروې.

په باران سره يې نرموې،

او فصلونو ته يې برکت ورکوې.

۱۱ تا کال ته په آبادۍ سره برکت ورکړو،

تر دې چې ګاډۍ او کوڅې دې دانو نه انبار کړې.

۱۲ د صحراګانو د څرند ځايونه دې سرسبزه کړل،

او د غرونو لمنو ته دې د خوشحالۍ جامې واغوستې.

۱۳ د څرند ځايونه د رمو نه ډک شو،

او ټول پټى د دانو نه ډک شو.

هر څيز نعرې وهى او د خوشحالۍ سندرې وائى.