کپی رایت ۲۰۲۴ - ۲۰۱۵ بائبل پشتو ﻭ څ.ب.اِس ﻭ یو.ب.اِس. تمامی حقوق محفوظ است
۱ په ما رحم وکړه خدایه، رحم وکړه
ځکه چې تاته مې پناه راوړې
پناه به زه ستا د وزرو تر سیوري لاندې واخلم
ترڅو تېر دغه افت شي
۲ زه کومه خدای تعالی ته فریاد
هغه خدای ته چې خپل مقصد زما دپاره سر ته رسوي
۳ کړي له اسمانه به قبوله مې دعا نجات به راکړي ماته
هغه چې ما باندې کړي ظلم خدای به ورکړي شرم
خدای به راوښایي وفا او هم تلپاتې مینه
۴ زه د داسې دښمنانو له خوا ګېر یم
چې د زمرو په شان دي وږي د انسان غوښو ته
د دوی غاښونه دي د غشو او نېزو په شان
د هغوی ژبې دي تېرې لکه د تورو په شان
۵ خدایه لویي دې کړه ظاهره اسمانونو باندې
په ټوله ځمکه خپل جلال ښکاره کړه
۶ دی دښمنانو راته ایښی دام چې ګېر مې کړي
له پرېشانۍ نه ستړی شوی یمه
کنده کیندلې وه هغوی راته په لاره کې
خو دوی په خپله په کې ولوېدل
۷ زه په تا باندې ډاډه یمه ای خدایه زه ډاډه یم
زه به وایمه سندرې ستا صفت به کوم
۸ شه راویښ زما ځانه!
ای زما چنګه او ربابه رابېدار شئ!
زه راویښ به سباوون کړم
۹ ستا نه به وکړمه مننه ای څښتنه د قومونو منځ کې
هم به ووایم ستا د ستاینې سندرې د ولسونو منځ کې
۱۰ تلپاتې مینه دې رسیږي اسمانونو پورې
وفاداري دې تر فلکه رسي
۱۱ خدایه لویي دې کړه ظاهره اسمانونو باندې
په ټوله ځمکه خپل جلال ښکاره کړه