کپی رایت ۲۰۲۴ - ۲۰۱۵ بائبل پشتو ﻭ څ.ب.اِس ﻭ یو.ب.اِس. تمامی حقوق محفوظ است
۱ بېګناهي مې کړه ښکاره، خدایه
بېدینه خلکو مقابل کې مې دفاع وکړه ته
له دروغجنو او بدکارو خلکو خلاص مې کړه ته!
۲ ته ساتونکی یې زما
زه دې ولې یم پرې ایښی؟
د خپل دښمن له ظلمه
ولې زه ویر کې یمه؟
۳ راواستوه راته خپل نور او حقیقت
چې راته لار وښایي
چې مې دوی راولي صهیون ته ستا سپېڅلي غره ته
او ستا خپل کور ته چې اوسېږې په کې
۴ زه به بیا ورشم د خدای د قربانۍ ځای ته
د هغه خدای چې یم خوشحاله ترې زه
زه غږومه به رباب او ستا ثنا به وایم
خدایه، زما خدایه
۵ ای زما ځانه، دومره خفه ولې یم؟
دومره پرېشان ولې یم؟
باید په خدای باندې توکل ولرم
یوځلې بیا به یې ثنا ووایم
ای زما خدایه، خلاصوونکیه زما