کپی رایت ۲۰۲۴ - ۲۰۱۵ بائبل پشتو ﻭ څ.ب.اِس ﻭ یو.ب.اِس. تمامی حقوق محفوظ است
۱ ای څښتنه بیانومه ستا لویي
ځکه تا یمه ژغورلی
دښمنان دې زما نه دي پریښي
چې په ما شي دوی خوشحاله
۲ ای څښتنه زما خدایه
ما فریاد وکړ ستا د کومک دپاره
تا شفا راکړله ماته
۳ زه د مرګ په لار روان وم
تا له قبره وساتلم
نوی ژوند دې راکړ ماته
۴ ای څښتن ته وفادارو خلکو!
ثنا یې وایئ په سندرو باندې
ساتئ یې په یاد شکر یې کړئ چې دا سپېڅلی دی
۵ وي غضب د ده یوې شېبې دپاره
خو یې فضل وي د ټول عمر دپاره
د شپې کېدای شي چې ژړا وي ټوله
خو په سهار کې خوشحالي راځي
۶ چې مې احساس د بېغمۍ وکړ
بیا مې د ځانه سره داسې وویل:
«زه به هېڅکله په لړزان نه شم»
۷ کله چې تا وکړ احسان په ما ای څښتنه
زه دې د غره په شان قوي کړمه
کله چې مخ دې رانه واړاوه زه ووېرېدم
۸ ما فریاد وکړ تاته ای څښتنه
ما د رحم سوال وکړلو له تا نه
۹ «زما مرګی به څه فایده ولري؟
څه فایده به وکړي چې قبر ته زه لاړ شم؟
ایا خاورې به ویلی ستا ثنا شي؟
دا به وکړای شي بیان وفا د ستا؟
۱۰ کړه دعا زما قبوله ای څښتنه رحم وکړه ته په ما
ای څښتنه مددګار شه ته زما»
۱۱ تا زما ماتم بدل کړ د خوشحالۍ په ګډا
تا د ویر جامې زما نه وویستلې
دې جامې د خوشحالۍ راواغوستلې
۱۲ نو زه به غلی پاتې نه شم
زه به وایم ستا د ثنا سندره د زړه له تله
ای څښتنه! زما خدای یې
تل ترتله به زه ستا شکر کومه