۰:۰۰ / ۰:۰۰

زبور شريف

درېم زبور

د حضرت داؤد يو زبور د هغه وخت په حقله کله چې حضرت داؤد د خپل زوئ ابى‌سلوم نه وتښتېدو

د مدد دپاره د سحر دُعا

۱ اے مالِکه خُدايه څومره ډېر دى دشمنان زما،

څومره ډېر را‎پاڅېدلى دى خلاف زما.

۲ ډېر زما په حقله داسې وائى،

”هغه به خُدائ پاک نۀ بچ کوى.“

۳ تۀ خو زما ډال يې چې زما نه ګېرچاپېره يې،

تۀ زما جلال يې، څوک چې زما سترګې اوچتوى، اے مالِکه خُدايه،

۴ کله چې مالِک خُدائ ته په اوچت آواز ژړا کوم،

خپل مقدس غر نه هغه ما ته جواب راکوى.

۵ چې څملمه اودۀ شمه په حفاظت کښې پاڅم،

ځکه چې زۀ د مالِک خُدائ د نظر لاندې يم.

۶ يره ترې نه نۀ کوم هغوئ کۀ هر څومره ډېر وى

کۀ زۀ په کښې د هرې خوا نه ګېر يم.

۷ مالِکه خُدايه پاڅه، خُدايه ما ترې خلاص کړه،

د دشمن مې ژامنې ماتې کړه،

غاښونه د بدعملو مات کړه.

۸ خلاصون د مالِک خُدائ نه راځى.

ستا په خلقو ستا برکت دې همېشه وى.