کپی رایت ۲۰۲۴ - ۲۰۱۵ بائبل پشتو ﻭ څ.ب.اِس ﻭ یو.ب.اِس. تمامی حقوق محفوظ است
۱ اے د آسمان مخلوقه، د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ،
د مالِک خُدائ د جلال او د طاقت ثناء صِفت وکړئ.
۲ د مالِک خُدائ د جلالى نوم ثناء صِفت وکړئ،
د مالِک خُدائ عبادت د هغۀ د مقدس شان په مطابق وکړئ.
۳ آواز د مالِک خُدائ د دريابونو دپاسه اورېدے شى، د تندر په شان،
د زورَورو اوبو دپاسه د جلالى خُدائ آواز اورېدے شى د تندر په شان.
۴ آواز د مالِک خُدائ ډېر زورَور دے،
د مالِک خُدائ د آواز لوئ شان دے.
۵ د مالِک خُدائ آواز د زورَور دِيار ونې ماتوى،
د مالِک خُدائ آواز د لبنان د دِيار ونې ماتوى.
۶ هغه د لبنان غرونه په ټوپونو کوى د سخى په شان،
هغه د حرمون غر په ټوپونو کوى لکه د ځوان ځنګلى غوَيى په شان.
۷ د مالِک خُدائ آواز شُغله کوى لکه د برېښنا په شان.
۸ د مالِک خُدائ آواز صحراګانې لړزوى،
د مالِک خُدائ آواز د قادِس دشته خوځوى.
۹ د مالِک خُدائ آواز د څېړۍ ونې کږوى او د ځنګلى ونو پاڼې رژوى،
د هغۀ په کور کښې هر يو چغې وهى چې، ”خُدائ لوئ دے.“
۱۰ مالِک خُدائ په سېلاب باندې هم خپل حکومت کوى،
مالِک خُدائ د تل دپاره بادشاهى کوى.
۱۱ طاقت ورکوى خپلو خلقو له په خپله مالِک خُدائ،
د امن او امان برکت ورکوى خپلو خلقو له په خپله مالِک خُدائ.