کپی رایت ۲۰۲۴ - ۲۰۱۵ بائبل پشتو ﻭ څ.ب.اِس ﻭ یو.ب.اِس. تمامی حقوق محفوظ است
۱ چې په ځمکه کې هرڅه دي
هغه واړه د څښتن دي
چې په دنیا کې اوسي
هغه واړه د څښتن دي
۲ ځکه تهداب د ځمکې کېښود څښتن
هغه یې کلکه ودروله دریابونو باندې
هم یې قایمه ودروله په اوبو د ځمکې لاندې باندې
۳ څوک شي ختلی د څښتن غونډۍ ته؟
څوک ودرېدی شي د هغه پاک کور کې؟
۴ هغه څوک چې لاسونه یې په ګناه نه وي ککړ
او زړه یې پاک وي
چې د بتانو عبادت نه کوي
او په دروغو قسمونه نه خوري
۵ نو برکت به د څښتن نه واخلي
کړي د هغه ژغورونکی خدای به یې معصوم اعلان
۶ دا هغه خلک دي چې کړي رجوع خدای ته
څوک چې غواړي د یعقوب د خدای دیدار
۷ ای دروازو خلاصې شئ
شئ تاریخي دروازو تاسې بېرته
چې د جلال پاچا راننوځي
۸ څوک دی دا د جلال پاچا؟
هغه څښتن چې دی قوي او زورور
هغه څښتن چې دی تکړه په جنګ کې
۹ ای دروازو خلاصې شئ
شئ بېرته تاسې تاریخي دروازو
چې د جلال پاچا راننوځي
۱۰ څوک دی دا د جلال پاچا؟
دا مطلق قادر څښتن دی
دا دی پاچا د جلال