کپی رایت ۲۰۲۴ - ۲۰۱۵ بائبل پشتو ﻭ څ.ب.اِس ﻭ یو.ب.اِس. تمامی حقوق محفوظ است
۱ مالِکه خُدايه، بادشاه ستا په طاقت څنګه خوشحالى کوى.
ځکه چې هغه ستا په فتح ورکولو څومره لويه خوشحالى کوى.
۲ تا دے ورکړے د هغۀ د زړۀ ارمان
تا نۀ دے رد کړے د هغۀ د خولې بيان.
۳ تا هغه په ډېرو کاميابو او برکتونو معمور کړے دے
تاج دې د خالص سرو زرو ورپه سر کړے دے.
۴ چې د ژوند سوال يې له تا کړے دے نو تا يې سوال قبول کړے دے
نو د تل دپاره تا د هغۀ ژوند اوږد کړے دے.
۵ ستا په خلاصون او مدد هغۀ وموندو عزت،
تا هغۀ له ورکړو شُهرت، شان او شوکت.
۶ هغۀ له دې ورکړے برکت نۀ ختمېدونکے
ورکړے خپل ديدار دې ورته زړۀ خوشحالوونکے.
۷ ځکه چې بادشاه په مالِک خُدائ باندې ايمان لرى،
د خُدائ تعالىٰ په مينه هغه به تل د تيندکونو نه بچ وى.
۸ نو تۀ به خپل ټول دشمنان راګېر کړې،
څوک چې درنه نفرت کوى نو هغه هر يو به په خپل ښى لاس راګېر کړې.
۹ کله چې تۀ راښکاره شې په هغوئ به د بټۍ په شان اور بل کړې.
مالِکه خُدايه ستا د غضب اور به دوئ تير کړى او ستا اور به يې تباه کړى.
۱۰ تۀ به د هغوئ اولاد د زمکې نه جارُو کړې،
تۀ به هغوئ له نسل ورنۀ کړې.
۱۱ کۀ څۀ هم بدې ارادې لرى تا ته او نېتُونه يې خراب شى
خو کاميابه به هيڅکله د هغوئ منصوبې نۀ شى.
۱۲ تۀ به کړې هغوئ دې ته جوړ چې په شا شى
دوئ چې کله ستا د ليندې غشو ته مخامخ شى.
۱۳ راپاڅه اے مالِکه خُدايه، په خپل ټول قدرت،
مونږ به ووايو سندرې او ثناء ستا د زور او طاقت.