کپی رایت ۲۰۲۴ - ۲۰۱۵ بائبل پشتو ﻭ څ.ب.اِس ﻭ یو.ب.اِس. تمامی حقوق محفوظ است
۱ د مالِک خُدائ ثناء صِفت دې وى.
د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړه، اے زما ځانه.
۲ زۀ به په خپل ټول ژوند کښې د مالِک خُدائ ثناء صِفت کوم،
او ترڅو چې زۀ ژوندے يم د مالِک خُدائ ثناء صِفت به کوم.
۳ او په شهزادګانو توکل مۀ کوئ،
په فانى انسان توکل مۀ کوئ څوک چې خلاصون نۀ شى ورکولے.
۴ کله چې ترې روح وځى نو خاورو سره خاورې شى،
او په هم هغه ورځ يې ټولې منصوبې خرابې شى.
۵ بختور دى هغوئ د چا مدد چې د يعقوب خُدائ پاک وى،
او د چا اُميد چې په مالِک خُدائ يعنې په خپل خُدائ پاک وى.
۶ ځکه چې هغۀ آسمانونه او زمکه، سمندر او څۀ چې په کښې دى پېدا کړى دى
او هغه تل وفادار دے.
۷ هغه په خپله د مظلومانو مقدمه چلوى،
او اوږى ته خوراک ورکوى.
مالِک خُدائ قېديان آزادوى.
۸ مالِک خُدائ ړندو ته نظر ورکوى.
او هغه ټول راکونټى شوى راوچته وى،
مالِک خُدائ د صادقانو سره مينه کوى.
۹ مالِک خُدائ د مسافرو خيال ساتى،
او يتيمانو او کونډو ته خوراک ورکوى،
خو هغه د بدعملو منصوبې او طريقې خرابوى.
۱۰ مالِک خُدائ د تل دپاره بادشاهت کوى،
د ټولو نسلونو دپاره اے صيونه.
د مالِک خُدائ ثناء صِفت دې وى.