کپی رایت ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ بائبل پشتو ﻭ څ.ب.اِس ﻭ یو.ب.اِس. تمامی حقوق محفوظ است
د زبورونو کتاب
یوسلو څلورڅلوېښتم زبور
د بریالیتوب په خاطر د پاچا شکرګزاري
(د داود زبور)
۱ ثنا او صفت دې وي څښتن ته
چې دی د ګټ په شان ساتونکی زما
چې راکوي راته روزنه د جګړې دپاره
او تیاروي مې جنګ ته
۲ مینه ناک خدای دی هغه زما
او قوي کلا ده زما
دی پناه ځای او ژغورونکی زما
هغه دی سپر زما چې په کې اخلم پناه
او راولي خلک زما د فرمان لاندې
۳ ای څښتنه، انسان څه دی چې پرې پام کوې
فاني انسان چې ته یې خیال ساتې؟
۴ هغه دی لکه د ساه په شان
عمر یې تېریږي لکه سیوري په شان
۵ دروازې خلاصې کړه د خپلو اسمانونو ای څښتنه
او شه راښکته لاندې غرونو ته لاس وروړه
چې ترې لوګی پورته شي
۶ ته راولېږه برېښنا او تندر
او خواره واره کړه دښمنان دې خپل
غشي ګوزار کړه او وارخطا کړه هغوی
۷ له اسمانه دې رااوږد کړه لاس
ژورو اوبو نه مې راوباسه او راکړه خلاصون
ما کړه خلاص د پردو خلکو د لاسونو څخه
۸ هغوی هېڅکله رښتیا نه وایي
او خوري قسم په دروغو
۹ ای خدایه، نوې سندره به زه وایم تا ته
زه تا ته وایم به سندرې د چنګ په غږولو سره
۱۰ ته پاچاهانو ته بری ورکوې
او ته خلاصون ورکوې خپل خدمتګار داود ته
د وژونکې تورې څخه
۱۱ ما ته خلاصون راکړه
ما کړه خلاص د پردو خلکو د لاسونو څخه
چې هغوی هېڅکله رښتیا نه وایي
او خوري قسم په دروغو
۱۲ زمونږ زامن دې په ځوانۍ کې
شي قوي لکه د بوټو په شان
زمونږ لورګانې دې وي د ښایسته ستنو په شان
چې پرې سینګار وي د ماڼۍ کنجونه
۱۳ ګودامونه دې وي ډک زمونږه
د هر ډول غلو دانو څخه
په څړځایونو کې دې مېږې زمونږ
راوړي بچي په زرونو او لس ګونو زرو
۱۴ زمونږ غواګانې دې بچي راوړي پرېمانه
او نه دې وي درز زمونږ د ښار په دېوالونو کې
او څوک دې یو نه وړل شي په اسارت باندې
د غم ژړا دې نه وي زمونږ کوڅو کې
۱۵ بختور دي هغه خلک چې پرې وي برکتونه داسې
بختور دي هغه خلک چې څښتن یې خدای دی