کپی رایت ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ بائبل پشتو ﻭ څ.ب.اِس ﻭ یو.ب.اِس. تمامی حقوق محفوظ است
د زبورونو کتاب
یوسلو شپږدېرشم زبور
د شکرګزارۍ سندره
۱ د څښتن شکر کوئ
ځکه چې نېک دی هغه
ده ابدي د هغه مینه
۲ کوئ شکر د خدایانو د خدای
ده ابدي د هغه مینه
۳ شکر کوئ د څښتنانو د څښتن
ده ابدي د هغه مینه
۴ یوازې هغه دی چې لویې معجزې ښیي
ده ابدي د هغه مینه
۵ پیدا کړي اسمانونه هغه
په خپل حکمت باندې
ده ابدي د هغه مینه
۶ خپره کړې یې ده ځمکه د اوبو دپاسه
ده ابدي د هغه مینه
۷ پیدا کړې هغه لویې رڼاګانې
ده ابدي د هغه مینه
۸ لمر چې حکومت کوي په ورځ باندې
ده ابدي د هغه مینه
۹ سپوږمۍ او ستوري چې حکومت کوي
په شپې باندې
ده ابدي د هغه مینه
۱۰ لومړني زېږېدل شوي یې د مصریانو مړه کړل
ده ابدي د هغه مینه
۱۱ هغه راوویست د مصر څخه د اسراییلو قوم
ده ابدي د هغه مینه
۱۲ په خپل قوي مټ او قدرتمند لاس
ده ابدي د هغه مینه
۱۳ سره بحیره یې کړله بېله منځ کې
ده ابدي د هغه مینه
۱۴ د هغې له منځ نه یې خپل قوم تېر کړ
ده ابدي د هغه مینه
۱۵ خو فرعون او د هغه لښکر یې
غرق کړل سره بحیره کې
ده ابدي د هغه مینه
۱۶ خپل خلک یې بوتلل د بیابان له لارې
ده ابدي د هغه مینه
۱۷ رانسکور کړل هغه لوی پاچاهان
ده ابدي د هغه مینه
۱۸ هغه مړه کړل قدرتمند پاچاهان
ده ابدي د هغه مینه
۱۹ هغه مړ کړلو سیحون د اموریانو پاچا
ده ابدي د هغه مینه
۲۰ مړ یې کړ عوج د باشان پاچا
ده ابدي د هغه مینه
۲۱ د هغوی هېوادونه یې خپل قوم ته
په میراث کې ورکړل
ده ابدي د هغه مینه
۲۲ هغه یې ورکړل خپل خدمتګار اسراییل ته
ده ابدي د هغه مینه
۲۳ کله چې مونږ وخوړه ماتې
هغه هېر نه کړلو
ده ابدي د هغه مینه
۲۴ مونږ یې له خپلو دښمنانو خلاص کړو
ده ابدي د هغه مینه
۲۵ ورکوي رزق هغه هر ژوندي مخلوق ته
ده ابدي د هغه مینه
۲۶ شکر وباسئ د اسمانونو خدای ته
ده ابدي د هغه مینه