کپی رایت ۲۰۲۴ - ۲۰۱۵ بائبل پشتو ﻭ څ.ب.اِس ﻭ یو.ب.اِس. تمامی حقوق محفوظ است
۱ څومره ښۀ او د مزې خبره ده
کله چې وروڼه په يو اتفاق سره اوسيږى.
۲ دا د هغه قيمتى تېلو په شان چې په سر باندې لګولے شوى وى،
او د هارون په ږيره بهېدلى وى،
او د هغۀ د چُوغې په غاړه راروان وى.
۳ دا لکه د حرمون د پرخې په شان چې د صيون په غر باندې راوريږى،
دا ځکه چې مالِک خُدائ هلته خپلو خلقو ته برکت ورکوى.
تر دې چې ابدى ژوندون ورکوى.