کپی رایت ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ بائبل پشتو ﻭ څ.ب.اِس ﻭ یو.ب.اِس. تمامی حقوق محفوظ است
د زبورونو کتاب
یوسلو دوه دېرشم زبور
داود او د خدای کور
(په اورشلیم کې د خدای کور ته د تګ سندره)
۱ ای څښتنه، در په یاد کړه داود
ټولې سختۍ یې چې زغملې در په یاد کړه هغه
۲ ای څښتنه، در په یاد هغه قسم کړه چې هغه کړی ؤ
او نذر یې ورکړ ستا په نوم:
ای د یعقوب قادره خدایه
۳ نه به زه لاړ شمه خپل کور ته
او نه به وکړمه ارام خپل کټ کې
۴ زه به نه شم ویده
او یوه شېبه به هم ارام ونه کړم
۵ ترڅو تیار نه کړمه ځای زه د څښتن دپاره
او د اوسېدو ځای د یعقوب د قادر خدای دپاره
۶ د لوظ صندوق نه شو خبر په افراته کې
او هغه مو وموند د یعاریم سیمه کې
۷ داسې وویل مونږ:
راځئ چې لاړ شو د څښتن د اوسېدو ځای ته
راځئ چې وکړو عبادت د هغه د تخت مخې ته
۸ راشه خپل کور ته ای څښتنه، د لوظ د صندوق سره
چې ده نښه د قدرت ستا
او هلته اوسه ته د تل دپاره
۹ ستا کاهنان دې ځان سمبال کړي د صداقت په لباس
ستا وفادار خلک دې وهي د خوشحالۍ چیغې
۱۰ خپل خدمتګار داود په خاطر
مه اړوه مخ د خپل غوره شوي پاچا څخه
۱۱ څښتن خوړلی سخت قسم دی له داود سره
داسې قسم چې هغه به یې نه ماتوي:
چې زه به یو کس ستا د زامنو څخه
د ستا په تخت کښېنوم
۱۲ که زما لوظ ته وفادار اوسي د ستا زامن
او هغو حکمونو ته چې زه یې ورکوم
نو د دوی زامن به تر ابده پورې
ناست وي ستا په تخت باندې
۱۳ ځکه څښتن دی خوښ کړی صهیون
او هغه غوښتل چې ورنه جوړ کړي خپل کور
۱۴ هغه وویل: دا زما کور دی تر ابده پورې
زه به اوسېږم دلته ځکه خوښ کړی دی ما
۱۵ زه به یې پوره کړم حاجتونه ټول
او غریبان به یې په خوړو ماړه کړم
۱۶ کاهنان به یې سمبال کړم د خلاصون په لباس
او چیغې وهي د خوشحالۍ به وفادار خلک یې
۱۷ د داود د اولادې نه به یو تن قوي پاچا کړم دلته
وي به څراغ زما د قوم دپاره زما غوره شوی پاچا
۱۸ زه به رسوا کړم دښمنان د هغه
خو زه به کامیابه او ښایسته کړم پاچاهي د هغه