د زبورونو کتاب

یوسلو نهه ویشتم زبور

د اسراییلو د دښمنانو په ضد دعا

(په اورشلیم کې د خدای کور ته د تګ سندره)

۱ پرېږده چې قوم د اسراییل ووایي

هغوی څومره ځورولی یمه

خپل دښمنانو د ځوانۍ له وخته

۲ چې هغوی څومره ځورولی یمه

خپل دښمنانو د ځوانۍ له وخته

خو دوی په ما بریالي شوي نه دي

۳ هغوی جوړ کړي دي زخمونه زما په ملا باندې

لکه چې څوک وکړي قلبه په ځمکه

۴ خو څښتن چې دی عادل

او زه یې ازاد کړمه

د بدکارانو له رسیو څخه

۵ هرڅوک چې کرکه له صهیون نه کوي

هغوی دې وشرمیږي او ودې تښتي

۶ هغوی دې شي هغو واښو په شان

چې راشنه کیږي په بامونو باندې

چې شي وچ د غټېدو نه مخکې

۷ هېڅوک دې نه کاندي راټول هغه

یا ترې ګېډۍ جوړې کړي

۸ نه دې هېڅ یو لاروی ووایي

چې څښتن دې درکړي برکت تا ته

یا د څښتن په نوم برکت درکوم تا ته