کپی رایت ۲۰۲۴ - ۲۰۱۵ بائبل پشتو ﻭ څ.ب.اِس ﻭ یو.ب.اِس. تمامی حقوق محفوظ است
۱ بختور دى هغوئ ټول څوک چې د مالِک خُدائ نه يريږى،
او څوک چې د هغۀ په لارو روان وى.
۲ تاسو به د خپل محنت مېوه وخورئ،
برکتونه او خير به ستاسو وى.
۳ او ستا ښځه به لکه د مېوه داره انګورو بوټى په شان وى،
او ستا زامن به لکه د زيتون بوټى په شان وى،
ستا د دسترخوان نه به راچاپيره وى.
۴ نو دغه شان سړے به بختور وى،
څوک چې د مالِک خُدائ نه يريږى.
۵ د صيون نه دې مالِک خُدائ تا له برکت درکړى،
او تۀ په خپل ټول ژوند کښې د يروشلم آبادى وګورې.
۶ او تۀ دې تر هغې پورې ژوندے پاتې شې
چې د خپلو بچو بچى وګورې،
په بنى اِسرائيلو دې سلامتيا وى.