کپی رایت ۲۰۲۴ - ۲۰۱۵ بائبل پشتو ﻭ څ.ب.اِس ﻭ یو.ب.اِس. تمامی حقوق محفوظ است
۱ کله چې مالِک خُدائ شړلے شوى قېديان واپس صيون ته راوستل،
مونږ د هغه خلقو په شان وُو چا چې خوب ليدلے وى.
۲ زمونږ خولې د خندا نه ډکې وې،
او زمونږ په ژبو چې د خوشحالۍ سندرې وې.
نو بيا دا د قومونو په مينځ کښې وئيلے کېدل،
چې، ”مالِک خُدائ د هغوئ دپاره لوئ کارونه کړى دى.“
۳ مالِک خُدائ مونږ له لوئ کارونه کړى دى،
او مونږ ډېر خوشحاله شو.
۴ مالِکه خُدايه زمونږ حالات دوباره په ځائ کړه،
لکه څنګه چې نِهرونه صحراګانې تازه کوى.
۵ څوک چې په اوښکو سره کَر وکړى،
نو هغوئ به لَو په خوشحالۍ سره وکړى.
۶ او څوک چې په ژړا سره بهر ته ځى،
او تخم د کَرلو دپاره وړى،
خو هغوئ به په سندرو او خوشحالۍ سره واپس راشى،
کله چې ګېډۍ په لاس کښې راوړى.