کپی رایت ۲۰۲۴ - ۲۰۱۵ بائبل پشتو ﻭ څ.ب.اِس ﻭ یو.ب.اِس. تمامی حقوق محفوظ است
۱ کۀ چرته مالِک خُدائ زمونږ مل نۀ وے،
نو بنى اِسرائيل دې داسې وائى
۲ کۀ چرته مالِک خُدائ زمونږ مل نۀ وے،
کله چې خلقو په مونږ حمله وکړه،
۳ کله چې هغوئ زمونږ خلاف سخت په قهر وُو،
نو دوئ به مونږ ژوندى تير کړى وُو.
۴ نو سېلاب به مونږ راګېر کړى وُو،
او خوړ به مونږ جارُو کړى وُو.
۵ او غضبناکو اوبو به مونږ لاندې کړى وُو.
۶ مالِک خُدائ ته دې ثناء صِفت وى،
څوک چې به مونږ د هغوئ د غاښونو شلولو ته ورنۀ کړى.
۷ مونږ لکه د مرغۍ په شان د ښکارى د دام نه وتښتېدلو،
او جال شلېدلے وو او مونږ ترې وتښتېدلو.
۸ زمونږ مدد د مالِک خُدائ په نوم کښې دے،
چې د آسمان او زمکې جوړونکے دے.