کپی رایت ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ بائبل پشتو ﻭ څ.ب.اِس ﻭ یو.ب.اِس. تمامی حقوق محفوظ است
د زبورونو کتاب
یوسلو یوویشتم زبور
څښتن زما ساتونکی
(په اورشلیم کې د خدای کور ته د تګ سندره)
۱ سترګې نیولې مې دي غرونو ته
ما ته له کوم ځایه به مرسته راځي؟
۲ ما سره کیږي مرسته د څښتن له خوا نه
چا چې جوړ کړي اسمان او ځمکه
۳ تا به پرېنږدي چې وښویېږې
بېداره پاتې کیږي ستا ساتونکی
۴ په رښتیا څوک چې ساتونکی دی د اسراییلو
پاتې کیږي بېدار او نه ویده کیږي
۵ څښتن ساتونکی دی ستا
څښتن د سیوري په شان تا سره دی
۶ نه به لمر رسوي تا ته کوم زیان د ورځې
او نه سپوږمۍ په شپه کې
۷ تا به څښتن له هر ضرره ساتي
او تا به خوندي ساتي
۸ په تلو راتللو کې به دې ساتي څښتن
له همدااوس نه تر ابده پورې