۰:۰۰ / ۰:۰۰

زبور شريف

يو سل او نولسم زبور

د خُدائ په کلام کښې تسلى او نُور

الف

۱ بختور دى هغوئ د چا کارونه چې بې‌داغه وى

څوک چې د مالِک خُدائ د شريعت په مطابق چليږى.

۲ بختور دى هغوئ څوک چې د هغۀ قانون ساتى

او په خپل ټول زړۀ سره د هغۀ لټون کوى.

۳ دوئ بې‌اِنصافه کارونه نۀ کوى،

او دوئ د هغۀ په نقش قدم ځى.

۴ مونږ ته تا د خپلو اصُولو په حقله حُکم وکړو

چې هغه په پوره توګه ومنو.

۵ کاش چې زما لارې پخې شى

چې زۀ ستا شريعت د خپل ځان نه څرګند کړم.

۶ نو بيا به زۀ شرمنده نۀ شم

ځکه چې زۀ ستا په ټولو حُکمونو باندې عمل کوم.

۷ زۀ به ستا په رښتينې زړۀ سره شُکر ادا کړم

لکه څنګه چې زۀ ستا صادقه قانون زده کوم.

۸ زۀ به ستا اصُول منم،

په پوره توګه ما رد نۀ کړې.

بِت

۹ په ځوانۍ کښې به څنګه يو کس خپل عمل پاک وساتى؟

څوک چې ستا د کلام په مطابق اوسيږى.

۱۰ زۀ په پوره زړۀ سره ستا لټون کوم،

ما مۀ پرېږده چې ستا د حُکمونو نه بې‌لارې شم.

۱۱ ستا کلام مې خپل زړۀ کښې ساتلے دے

نو چې زۀ ستا خلاف ګناه ونۀ کړم.

۱۲ ټول ثناء صِفتونه تا ته دى اے مالِکه خُدايه،

ستا اصُول ما ته را زده کړه.

۱۳ زۀ په خپله خولۀ د هغوئ بيان کوم

هغه ټول قوانين کوم چې ستا د خولې نه صادر شوى دى.

۱۴ زۀ ستا په اصُول منلو خوشحاله يم

لکه څنګه چې يو سړے په ډېر مال دولت خوشحاله وى.

۱۵ زۀ ستا په تعليماتو باندې غور کوم

او ستا د لارو احترام کوم.

۱۶ زۀ ستا په اصُولو خوشحالېږم،

او ستا کلام به زۀ نۀ هېروم.

جمل

۱۷ خپل خِدمتګار سره ښۀ کوه نو زۀ به داسې ژوندے يم،

او زۀ به ستا په کلام باندې عمل کوم.

۱۸ سترګې مې پرانيزه چې زۀ ووينم

او ستا د قانون عجيبه حقائق وګورم.

۱۹ زۀ په دې زمکه مسافر يم،

ما نه خپل حُکمونه مۀ پټوه.

۲۰ زما ځان په غوښتو غوښتو ستړے شوے دے

هر وخت ستا د قانون غوښتو دپاره.

۲۱ تۀ کبرژن او لعنتيان رټې

او هغوئ څوک چې ستا د حُکمونو نه اوړېدلى دى.

۲۲ ما نه د هغوئ کينه او سپکوالے لرې کړه،

ځکه چې زۀ ستا قانون منم.

۲۳ تر دې چې بادشاهان رايوځائ کيږى او زما خلاف خبرې کوى،

خو ستا خِدمتګار به ستا په قانون غور کوى.

۲۴ ستا اصُول زما خوشحالى ده،

او زما دپاره ښۀ نصيحت دے.

دالت

۲۵ زۀ په خاورو کښې پروت يم،

او په خپل کلام دې ما راژوندے کړه.

۲۶ ما خپلې لارې تا ته ښکاره کړې او تا جواب راکړو،

ما ته خپل اصُول راوښايه.

۲۷ ما د خپل کلام په تعليماتو باندې پوهه کړه،

نو ستا په عجيبه کارونو به بيا غور وکړم.

۲۸ د غمه زما ځان کمزورے شوے دے،

په خپل کلام دې ما له طاقت راکړه.

۲۹ ما د دروغژنو لارو نه وساته،

او د خپل شريعت په ښودلو کښې دې په ما مهربانى وکړه.

۳۰ ما د رښتينوالۍ لاره خوښه کړې ده،

او ستا شريعت مې په خپل زړۀ کښې ځائ کړے دے.

۳۱ مالِکه خُدايه ستا اصُول مې راټينګ کړى دى،

ما شرمېدو ته مۀ پرېږده.

۳۲ زۀ ستا د شريعت په لار روان يم،

ځکه چې تا زما زړۀ لوئ کړے دے.

هې

۳۳ اے مالِکه خُدايه ما ته وښايه چې ستا په شريعت عمل وکړم،

زۀ به تل په هغې باندې عمل کوم.

۳۴ نو ما ته ستا په شريعت باندې پوهه راکړه نو زۀ به بيا پرې عمل کوم

او په خپل ټول زړۀ سره به پرې عمل کوم.

۳۵ ما د خپلو حُکمونو په لارو باندې روان کړه،

او چې زۀ په کښې خپله خوشحالى پېدا کړم.

۳۶ زما زړۀ دې د خپل شريعت طرف ته راوګرځوه

او د مال دولت لالچ طرف ته يې مۀ ګرځوه.

۳۷ زما نظر د بې‌کاره څيزونو نه واړوه،

او د خپل کلام په مطابق دې ژوند راکړه.

۳۸ خپله وعده دې د خپل خِدمتګار سره پوره کړه،

هغه وعده چې تا د هغه چا سره کړې وه څوک چې تا نه يريږى.

۳۹ د کومې بې‌عزتۍ نه چې يرېږم هغه زما نه اخوا کړه،

ځکه چې ستا شريعت ښۀ دے.

۴۰ زۀ ستا د تعليماتو څومره خواهشمند يم،

او په خپل صداقت کښې دې زما ژوند تازه کړه.

واو

۴۱ خپله ابدى مينه دې ما له راکړه اے مالِکه خُدايه،

او د خپلې وعدې په مطابق دې خلاصون راکړه.

۴۲ څوک چې ما ته پېغور راکوى نو بيا به زۀ جواب ورکړم،

ځکه چې زۀ ستا په کلام باور کوم.

۴۳ زما د خولې نه د حقيقت کلام مۀ اخله،

ځکه چې ما خپل اُميد ستا په شريعت باندې وتړلو.

۴۴ زۀ به هر وخت ستا د شريعت تابعدارى کوم،

او د تل دپاره به يې منم.

۴۵ زۀ به په آزادۍ سره ګرځم،

ځکه چې ما خپل ځان ستا حُکمونو ته وقف کړے دے.

۴۶ زۀ به ستا شريعت بادشاهانو ته بيان کړم

زۀ به د چا نه هم نۀ شرمېږم.

۴۷ ستا په حُکمونو کښې زما خوشحالى ده

ځکه چې زما ورسره مينه ده.

۴۸ ستا حُکمونه مې خوښيږى او عزت يې کوم،

او زۀ ستا په اصُولو باندې سوچ کوم.

زاين

۴۹ خپل خِدمتګار ته دې خپله خبره راياده کړه،

ځکه چې دا زما اُميد دے.

۵۰ زما په سختۍ کښې هم دا زما تسلى ده،

چې هم ستا وعده به ما ژوندے ساتى.

۵۱ کبرژن زما د حد نه زيات سپکاوے کوى،

خو زۀ به ستا د شريعت نه وانۀ وړم.

۵۲ اے مالِکه خُدايه ستا پخوانے شريعت ما ته ياد دے،

او زما په دې باندې تسلى کيږى.

۵۳ زۀ بدکارانو ته ډيرې غصې راخستے يم،

هغوئ چا چې ستا شريعت پرېښے دے.

۵۴ ستا شريعت زما د سندرو مرکز دے

په هر ځائ کښې چې زۀ اوسېدلے يم.

۵۵ اے مالِکه خُدايه په شپه کښې زۀ ستا نوم يادوم،

زۀ به ستا په شريعت باندې عمل کوم.

۵۶ دا زما چال چلن وو،

چې ستا په قانون باندې عمل وکړم.

حيت

۵۷ تۀ زما ميراث يې اے مالِکه خُدايه،

ما دا وعده کړې ده چې ستا په شريعت به عمل کوم.

۵۸ ما ستا د رضا په خپل ټول زړۀ سره لټون کړے دے.

د خپلې وعدې په مطابق په ما مهربانه اوسه.

۵۹ ما په خپلو لارو غور کړے دے

او ما خپل قدمونه ستا قانون ته راګرځولى دى.

۶۰ زۀ به زړۀ نا زړۀ او ځنډ نۀ کوم

چې ستا حُکمونه ومنم.

۶۱ هر څو کۀ بدعمله مې په پړو تړل غواړى،

خو زۀ به ستا شريعت نۀ هېروم.

۶۲ په نيمه شپه راپاڅمه چې ستا شُکر ادا کړم

ستا د صادقه شريعت دپاره.

۶۳ هر څوک چې تا نه يريږى زۀ د هغوئ ټولو ملګرے يم،

او د هغوئ ټولو هم څوک چې ستا په شريعت عمل کوى.

۶۴ زمکه ستا د ابدى مينې نه ډکه ده اے مالِکه خُدايه،

ما ته د خپل اصُول سبق راوښايه.

طيث

۶۵ د خپل خِدمتګار سره دې ښۀ وکړل

د خپل کلام په مطابق اے مالِکه خُدايه.

۶۶ ما ته ښۀ عقل او پوهه راوښايه،

ځکه چې زۀ ستا په حُکمونو باور کوم.

۶۷ د دې نه وړاندې چې تکليف راورسيږى، بې‌لارې شوے وم،

خو اوس ستا په کلام عمل کوم.

۶۸ تۀ ښۀ يې او نېک کارونه کوې،

ما ته دې خپل اصُول راوښايه.

۶۹ کۀ څۀ هم چې مغرورانو په ما پورې دروغ تړلى دى،

زۀ د خپل ټول زړۀ سره ستا اصُول ساتم.

۷۰ د دوئ زړونه بې‌احساسه او بې‌رحمه دى،

خو ستا په قانون کښې زۀ خوشحاله يم.

۷۱ دا زما دپاره ښه وه چې په تکليف شوم

نو دغه شان به زۀ ستا قانون زده کړم.

۷۲ ستا د خولې خبره زما دپاره ډېر اهميت لرى

په زرګونو د سپينو او سرو زرو سيکو نه.

يود

۷۳ تا زۀ په خپلو لاسونو جوړ او تيار کړمه

نو ما له پوهه راکړه چې ستا حُکمونه زده کړمه

۷۴ هغه څوک چې تا نه يريږى دوئ دې خوشحالى وکړى کله چې ما وګورى

ځکه چې ما خپل اُميد ستا کلام پورې تړلے دے

۷۵ زۀ په دې پوهېږمه اے مالِکه خُدايه چې ستا شريعت صادق دے

او د خپلې وفادارۍ په وجه دې زۀ په تکليف کړے يمه

۷۶ ستا نۀ ختمېدونکې مينه دې ما له تسلى راکړى

د هغه وعدې په مطابق کومه چې تا د خپل خِدمتګار سره کړې ده

۷۷ په ما رحم وکړه چې زۀ ژوندے پاتې شمه

ځکه چې ستا شريعت ما خوشحالوى

۷۸ کبرژن دې په شرمونو وشرميږى برناحقه په ما دروغ وائى

خو زۀ ستا په لارښودنو باندې غور او فکر کومه

۷۹ ما ته دې راشى څوک چې تا نه يريږى

هغوئ څوک چې ستا په شريعت پوهيږى

۸۰ زما زړۀ دې ستا قانون منلو دپاره بې‌داغه وى

نو داسې به زۀ ونۀ شرمېږمه.

کاپ

۸۱ ستا د خلاصون په انتظار زما ځان کمزورے کيږى

خو ما خپل اُميد ستا کلام پورې تړلے دے

۸۲ ستا د وعدې په انتظار مې سترګې ړندې شوې

زۀ دا وايم چې، ”تۀ به ما له تسلى کله راکوې؟“

۸۳ زۀ په لوګى کښې لکه د مشک په شان اوچ شوے يم.

خو ستا اصُول نۀ هېرومه

۸۴ ترڅو به ستا خِدمتګار انتظار کوى

څوک چې زما سره زياتے کوى تۀ به کله سزا ورکوې

۸۵ زما دپاره مغروران کنده جوړوى

ځکه چې ستا د قانون مخالفت کوى

۸۶ ستا ټول حُکمونه باورى دى

زما مدد وکړه ځکه چې بې‌وجه ما خلق زوروى

۸۷ زۀ خو دوئ تقريباً د زمکې نه ورک کړے يمه

خو ستا اصُول ما پرېښودى نۀ دى

۸۸ د خپلې وفادارې مينې په مطابق دې زما ژوند وساته

نو زۀ به ستا د خولې په تعليماتو عمل وکړمه

لميد

۸۹ اے مالِکه خُدايه ستا کلام ابدى دے

او دا په آسمانونو کښې قائم دے

۹۰ ستا وفادارى به په ټولو نسلونو کښې وى

تا زمکه پېدا کړه چې تر اوسه لا قائمه ده

۹۱ ستا شريعت تر نن ورځې پورې قائم دے

نو ټول څيزونه ستا خِدمتګاران دى

۹۲ کۀ چرې ستا شريعت زما خوشحالى نۀ وے

نو زۀ به په خپل مصيبت کښې تباه شوے ومه

۹۳ زۀ به هيڅکله هم ستا تعليمات نۀ هېرومه

ځکه چې په دوئ باندې تا زما ژوند تازه ساتلے دے

۹۴ ما بچ کړه ځکه چې زۀ ستا يمه

ما ستا د تعليماتو لټون کړے دے

۹۵ بدکاران زما د تباه کولو په انتظار کښې دى

خو زۀ به ستا په قانون غور کومه

۹۶ تر دې چې زۀ د هر يو کامِل کار څۀ حد وينمه

خو ستا د حُکمونو څۀ حد نۀ وينمه.

ميم

۹۷ خو ګوره زۀ ستا د قانون سره څومره مينه کومه

او زۀ ټوله ورځ په دې سوچ کومه

۹۸ ستا حُکمونه ما د خپلو دشمنانو نه ډېر هوښياروى

ځکه چې هغه ما سره د تل دپاره دى

۹۹ زۀ د خپلو ټولو اُستاذانو نه ډېر هوښيار يمه

نو ځکه زۀ ستا په شريعت غور کومه

۱۰۰ زۀ د مشرانو نه ډېره زياته هوښيارتيا لرمه

ځکه چې زۀ ستا په شريعت عمل کومه

۱۰۱ ما د هرې بدې لارې نه خپل قدمونه ساتلى دى

نو چې زۀ ستا په کلام عمل وکړے شمه

۱۰۲ زۀ ستا د شريعت نه جدا شوے نۀ يمه

ځکه چې تا په خپله ما ته تعليم راکړے دے

۱۰۳ ستا کلام زما دپاره څومره خوږ دے

زما د خولې دپاره د شاتو نه ډېر خوږ دے

۱۰۴ ما عقل ستا د تعليماتو نه زده کړو

نو په دې وجه د غلطو لارو نه نفرت کومه

نون

۱۰۵ ستا کلام زما د پښو دپاره ډيوه ده

او زما د لارې دپاره رڼا ده

۱۰۶ ما قسم خوړلے او په هغې ولاړ يم

چې زۀ به ستا په صادق شريعت باندې عمل کومه

۱۰۷ اے مالِکه خُدايه ما ډېر تکليفونه تېر کړل

د خپل کلام په مطابق دې زما ژوند تازه کړه

۱۰۸ اے مالِکه خُدايه زما د خولې نه د اخلاص نه ډک ثناء صِفت قبول کړه

او د خپل شريعت تعليم دې ما ته راکړه

۱۰۹ کۀ څۀ هم چې هر وخت خپل ژوند په خطره کښې اچومه

خو زۀ به ستا شريعت نۀ هېرومه

۱۱۰ بدکارانو ما ته دام خور کړے دے

خو بيا هم زۀ ستا د تعليماتو نه بې‌لارې نۀ شومه

۱۱۱ ستا حُکمونه مې د تل دپاره ميراث دے

دا زما د زړۀ خوشحالى ده

۱۱۲ زما زړۀ ستا د حُکمونو په ساتلو بوخت دے

او دا قانون به تر ابده پورې منمه

ساميخ

۱۱۳ زۀ دوه مخيزه سړى نه کرکه کومه

خو زۀ ستا قانون سره مينه کومه

۱۱۴ تۀ زما پناه او زما ډال يې

ما خپل اُميد ستا د کلام پورې تړلے دے

۱۱۵ اے بدکارو خلقو ما نه لرې شئ

چې زۀ د خپل خُدائ پاک په حُکمونو عمل وکړمه

۱۱۶ د خپلې وعدې په مطابق دې ما سمبال کړه چې زۀ ژوندے پاتې شمه

او د خپل اُميد نه دې شرمنده نۀ شمه

۱۱۷ ما ته سهاره راکړه نو زۀ به بچ شمه

نو بيا به زۀ د تل دپاره ستا په شريعت غور کومه

۱۱۸ تۀ هغوئ ټول رد کوې څوک چې ستا د شريعت نه اوړى

او د هغوئ دوکه بلکل عبث ده

۱۱۹ تۀ د دُنيا ټول بدعمله لکه د خزلې په شان غورزوې

نو په دې وجه زۀ ستا قانون سره مينه کومه

۱۲۰ ستا د يرې نه زما بدن رپى

او زۀ ستا د عدالت نه يرېږمه

عېن

۱۲۱ ما هغه څۀ وکړل څۀ چې صداقت او اِنصاف وى

ما خپلو دشمنانو ته مۀ پرېږده

۱۲۲ خپل خِدمتګار ته د ښۀ ژوند ضمانت ورکړه

کبرژن مۀ پرېږده چې په ما ظلم وکړى

۱۲۳ ستا خلاصون پسې سترګې مې ستړې شوې

او ستا د رښتينې وعدې انتظار کومه

۱۲۴ د خپل خِدمتګار سره دې د خپلې ابدى مينې په مطابق سلوک وکړه

او د خپلو اصُولو تعليم دې ما ته راکړه

۱۲۵ زۀ ستا خِدمتګار يم ما له پوهه راکړه

چې زۀ ستا په قانون باندې پوهه شمه

۱۲۶ اے مالِکه خُدايه اوس ستا د قدم اوچتولو دا وخت دے

ځکه چې ستا قانون مات شوے دے

۱۲۷ ځکه زۀ ستا د حُکمونو سره مينه کومه

د سرو زرو نه زياته او د خالص سرو زرو نه زياته

۱۲۸ او ځکه زۀ ستا ټول تعليمات صحيح ګڼمه

او زۀ د هر يوې خطا لارې نه نفرت کومه

پې

۱۲۹ ستا شريعت ښکلے دے

نو ځکه زۀ په دې باندې عمل کومه

۱۳۰ ستا د کلام تعليم نُور ورکوى

او جاهلانو خلقو ته پوهه ورکوى

۱۳۱ ستا د حُکمونو دومره تږے يمه

چې د حُکمونو ارمانى دې يمه

۱۳۲ ما ته راشه او په ما رحم وکړه

څنګه چې تۀ تل د هغوئ سره مينه کوې، څوک چې ستا نوم سره مينه کوى

۱۳۳ زما قدمونه ستا د کلام په لاره روان کړه

او هيڅ قسمه ګناه دې په ما حکومت نۀ کوى

۱۳۴ ما ته د انسان د ظلم زور نه خلاصون راکړه

نو چې زۀ ستا په تعليماتو باندې عمل وکړمه

۱۳۵ خپل د مخ رڼا دې په خپل خِدمتګار وځلوه

او د خپل شريعت تعليم دې ما ته راکړه

۱۳۶ د اوښکو سېلابونه مې د سترګو نه بهيږى

ځکه چې ستا په شريعت باندې عمل نۀ کيږى

تصده

۱۳۷ تۀ صادقه يې اے مالِکه خُدايه

او ستا فېصلې د اِنصاف دى

۱۳۸ کوم شريعت چې تا مقرر کړے دے هغه د صداقت نه ډک دے

او هغه بلکل باورى دے

۱۳۹ زما غېرت ما سوزوى

ځکه چې زما دشمنانو ستا کلام هېر کړے دے

۱۴۰ ستا کلام ډېر پاک دے

نو ځکه ستا خِدمتګار د هغې سره مينه کوى

۱۴۱ کۀ څۀ هم چې زۀ ورکوټے او حقير يمه

خو زۀ ستا تعليمات نۀ هېرومه

۱۴۲ ستا صداقت ابدى دے

او ستا قانون رښتونے دے

۱۴۳ غم او تکليف ما باندې راغلے دے

خو ستا په حُکمونو کښې زما خوشحالى ده

۱۴۴ ستا اصُول تر ابده صحيح دى

ما له پوهه راکړه چې زۀ ژوندے پاتې شمه

قوف

۱۴۵ د خپل ټول زړۀ سره تا ته سوال زارى کومه جواب راکړه مالِک خُدايه

زۀ به ستا په شريعت باندې عمل کومه

۱۴۶ زۀ تا ته سوال کومه ما بچ کړه

چې زۀ به ستا په شريعت باندې عمل کومه

۱۴۷ سحر سبا راپاڅمه او د مدد دپاره تا ته سوال زارى کومه

او زۀ ستا په کلام خپل اُميد تړمه

۱۴۸ ټوله شپه زما سترګې کولاو وى

چې زۀ ستا په وعدو باندې غور وکړمه

۱۴۹ د خپلې مينې په مطابق دې زما آواز واوره

د خپل رحم په مطابق دې زما ژوند بچ کړه اے مالِکه خُدايه

۱۵۰ څوک چې بدې منصوبې جوړوى ما ته رانزدې دى

خو دوئ ستا د شريعت نه لرى دى

۱۵۱ خو اوس تۀ رانزدې يې اے مالِکه خُدايه

او ستا حُکمونه ټول صحيح دى

۱۵۲ ډېر د پخوا نه ما ستا د قانون نه زده کړى دى

چې تۀ هغه همېشه دپاره قائم ساتې

ريش

۱۵۳ زما مصيبت ته وګوره او ما بچ کړه

ځکه چې ما ستا قانون هېر کړے نۀ دے

۱۵۴ په عدالت کښې زما دفاع وکړه او آزاد مې کړه

او د خپلې وعدې په مطابق دې زما ژوند وساته

۱۵۵ خلاصون د بدعملو نه لرې دے

ځکه چې هغوئ ستا د قانون لټون نۀ کوى

۱۵۶ ستا رحم ډېر لوئ دے اے مالِکه خُدايه

او د خپل شريعت په مطابق دې زما ژوند بچ کړه

۱۵۷ زما دشمنان ډېر دى څوک چې ما ازاروى

خو زۀ ستا د شريعت نه اوړېدلے نۀ يم

۱۵۸ زۀ بې‌ايمانانو ته سپک ګورمه

ځکه چې دوئ ستا په کلام عمل نۀ کوى

۱۵۹ او ګوره زۀ ستا د حُکمونو سره څومره مينه کومه

د خپلې ابدى مينې په مطابق دې زما ژوند بچ کړه اے مالِکه خُدايه

۱۶۰ ستا ټول کلام رښتونے دے

او ستا ټول صادق کلام ابدى دے

ش

۱۶۱ بادشاهان بې‌وجې ما ازاروى

خو زما زړۀ ستا په کلام د يرې نه درزيږى

۱۶۲ زۀ ستا په وعدو کښې خوشحالى کومه

لکه څوک چې پېدا کړى لويه خزانه

۱۶۳ زۀ دروغ بد ګڼم او ترې نه نفرت کومه

خو زۀ ستا قانون سره مينه کومه

۱۶۴ په ورځ کښې زۀ اووۀ ځله ستا ثناء وايمه

ځکه چې ستا ټول شريعت د اِنصاف دے

۱۶۵ هغوئ په لوئ امن کښې دى څوک چې ستا قانون سره مينه کوى

او هيڅ څيز به هغوئ له تيندک ورنۀ کړى

۱۶۶ زۀ ستا د خلاصون په انتظار يم اے مالِکه خُدايه

او زۀ ستا په حُکمونو باندې عمل کومه

۱۶۷ زۀ ستا په تعليماتو باندې عمل کومه

ځکه چې زۀ ورسره ډېره مينه لرمه

۱۶۸ زۀ ستا تعليماتو شريعت باندې عمل کومه

ځکه چې تۀ خبر يې زما د ټولو کارونو نه

تو

۱۶۹ زما سوال زارى دې تا ته درورسيږى اے مالِکه خُدايه

د خپل کلام په مطابق دې ما له پوهه راکړه

۱۷۰ زما خواستونه دې تا ته درورسيږى

د خپل کلام په مطابق دې ما له ژوند راکړه

۱۷۱ زما په ژبه دې ستا ثناء صِفت وى

ځکه چې تا ما ته خپل قانون ښودلے دے

۱۷۲ زما ژبه دې ستا د کلام سندرې ووائى

ځکه چې ستا ټول حُکمونه صادق دى

۱۷۳ ستا لاس دې هر وخت زما د مدد دپاره تيار وى

ځکه چې ما ستا شريعت غوره کړے دے

۱۷۴ ستا د خلاصون زۀ ارمانى يمه اے مالِکه خُدايه

او زۀ ستا په شريعت کښې خوشحاله يمه

۱۷۵ ما ته ژوند راکړه ترڅو ستا ثناء صِفت وکړمه

او ستا قانون دې ما وساتى

۱۷۶ زۀ د ورکې شوې ګډې په شان بې‌لارې شوے يمه

خپل خِدمت کوونکے دې ولټوه

ځکه چې ما هېر کړى نۀ دى ستا حُکمونه.