کپی رایت ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ بائبل پشتو ﻭ څ.ب.اِس ﻭ یو.ب.اِس. تمامی حقوق محفوظ است
د زبورونو کتاب
یوسلو نولسم زبور
د خدای په کلام کې تسلي او رڼا
د څښتن په حکمونو عمل کول د برکت لاره ده
۱ بختور دي هغه خلک چې ژوندون یې دی بېعیبه
چې تېروي خپل ژوند د څښتن د شریعت له مخې
۲ بختور دي هغه خلک چې په حکمونو یې عمل کوي
چې څوک رجوع کوي هغه ته د زړه له کومي څخه
۳ هېڅکله نه کوي بدي هغوی
هغوی روان وي د څښتن په لاره
۴ خپل قوانین دې دي راکړي مونږ ته ای څښتنه
چې اطاعت یې وکړو په وفادارۍ سره
۵ کاشکې چې واوسم زه وفادار
چې په قوانینو دې عمل وکړمه
۶ که زه عمل وکړمه ستا ټولو حکمونو باندې
نو بیا به د شرم سره مخ نه شمه
۷ څنګه چې زده کړمه رښتیني قوانین د ستا
نو په پاک زړه به دې ثنا وایمه
۸ زه به ستا د قوانینو اطاعت کومه
هېڅکله پرېنږدې ما
د څښتن قانون ته غاړه ایښودل
۹ څنګه کولای شي یو ځوان
چې پاک وساتي خپل ژوند؟
چې وکړي ژوند ستا د کلام له مخې
۱۰ د زړه له کومي زه کوښښ کومه
چې تا ته وکړم رجوع
مه مې پرېږده چې سرکښي وکړمه
ستا له حکمونو څخه
۱۱ ما دی ساتلی ستا کلام خپل زړه کې
ترڅو ګناه ونه کړم ستا په وړاندې
۱۲ زه ستا ثنا وایمه ای څښتنه
ما ته رازده کړه ته دې خپل قوانین
۱۳ بیانومه زه په لوړ اواز
ټول قوانین چې دې راکړي مونږ ته
۱۴ زه یم خوشحاله ستا حکمونو باندې
لکه چې څنګه وي خوشحاله څوک
په مال دولت باندې
۱۵ ستا د اصولو په باره کې زه کومه فکر
کومه غور ستا په لارښوونو باندې
۱۶ په قوانینو دې خوشحاله یمه
نه هېروم به زه د ستا کلام
د څښتن په شریعت کې خوشحالي
۱۷ خپل خدمتګار سره دې ښه وکړه ته
ترڅو ژوندی پاتې شم او عمل وکړمه ستا په کلام باندې
۱۸ سترګې مې پرانیزه ته ترڅو زه وګورمه
ستا په شریعت کې عجیبه حقایق
۱۹ زه دلته یمه بېګانه په دې دنیا کې
زما نه مه پټوه خپل حکمونه
۲۰ زړه مې دردیږي له ارمانه سره
غواړمه پوه شم همېشه ستا قوانینو باندې
۲۱ ته کبرجن او لعنتیان رټې
او هغه خلک چې سرکښي
ستا له حکمونو کوي
۲۲ زما نه لېرې بېننګي او سپکاوی کړه ته
ځکه چې زه کوم عمل ستا په حکمونو باندې
۲۳ سره له دې چې راټول شوي حاکمان دي
او په ضد مې دسیسه جوړوي
خو ستا خدمتګار به کوي فکر
ستا په قوانینو باندې
۲۴ ستا په حکمونو خوشحالېږمه زه
هغه زما دپاره دي راهنما
د څښتن د شریعت څخه د اطاعت کولو پرېکړه
۲۵ زه یمه مرګ ته نژدې شوی
ما راژوندی کړه لکه څنګه چې دې کړې وعده
۲۶ څه چې ما کړي د هغو مې درته وکړ اقرار
او تا ځواب راکړ
ما ته رازده کړه ته دې خپل قوانین
۲۷ راسره مرسته وکړه چې ستا په اصولو پوه شم
نو زه به فکر کوم ستا په عجیبه کارونو
۲۸ زما ځان ستومانه شوی دی له ډېره غمه
په خپل کلام دې ما ته راکړه قوت
۲۹ غلطو لارو نه مې وساته ته
ما سره ښه وکړه او راته رازده کړه
ته دې خپل شریعت
۳۰ د وفا لاره خوښه کړې ده ما
ما خپل پام دی اړولی قوانینو ته ستا
۳۱ ستا په حکمونو باندې ټینګ ولاړ یم ای څښتنه
ای څښتنه، مه مې پرېږده چې وشرمېږمه زه
۳۲ زه به په شوق سره کومه اطاعت
ستا له حکمونو څخه
ځکه چې ته به راکړې زیاته پوهه
د پوهې په خاطر دعا
۳۳ ما ته راوښایه څښتنه، ته معنی د قوانینو خپلو
زه تر اخره به هغو باندې عمل کومه
۳۴ ما ته پوهه راکړه په خپل شریعت باندې
زه به یې کوم اطاعت
زه به عمل کوم هغه باندې د زړه له کومي
۳۵ ما روان کړه ته په لار د خپل حکمونو
ځکه زه مومم خپله خوشحالي هغو کې
۳۶ ما سره شوق کړه راپیدا چې اطاعت وکړمه
ستا د حکمونو څخه، نه چې دولت وګټم
۳۷ نظر مې واړوه ته خوشې شیانو څخه
ما ته ژوند راکړه په خپلو لارو دې
۳۸ خپله وعده دې کړه پوره خپل خدمتګار سره
هغه وعده چې تا ده کړې هغو خلکو سره
چې کوي وېره له تا
۳۹ ته مې له هغې رسوایۍ وساته
چې ترې وېرېږمه زه
ځکه چې ستا قضاوتونه ښه دي
۴۰ څومره ارمان لرمه چې اطاعت وکړمه
ستا له اصولو څخه
نوی ژوند راکړه ما ته، ځکه چې ته یې عادل
د څښتن په شریعت باندې باور
۴۱ ما ته دې راکړه خپله تلپاتې مینه ای څښتنه
او راکړه خلاصون لکه چې څنګه دې وعده کړې ده
۴۲ نو بیا به زه ورکړم ځواب هغوی ته
چې سپکاوی مې کوي
ځکه چې زه کوم باور ستا په کلام باندې
۴۳ ما ته توان راکړه چې وکړم همېشه د حقیقت خبرې
ځکه چې ستا په قوانینو زه باور لرمه
۴۴ زه همېشه به اطاعت ستا د شریعت کومه
تر ابده او ابده پورې
۴۵ زه به کامله ازادۍ کې خپل ژوندون تېروم
ځکه کوښښ مې کړی چې عمل وکړمه
ستا په اصولو باندې
۴۶ زه به اعلان کړم پاچاهانو ته ستا حکمونه
او زه به نه شرمېږم
۴۷ ستا په حکمونو زه خوشحاله یمه
ځکه چې خوښ دي زما
۴۸ ستا حکمونه مې خوښیږي او عزت یې کوم
ستا قوانینو باندې غور کوم
د څښتن په قوانینو کې تسلي
۴۹ در په یاده کړه ته هغه وعده
چې دې کړې وه د خپل خادم سره
ځکه چې ما ته یې امید راکړی
۵۰ حتی په سخته کې مې وشي تسلي
ځکه وعده دې ما ته ژوند راکوي
۵۱ کبرجن خلک په ما ډېرې ملنډې وهي
خو ستا له شریعته زه مخ نه اړوم
۵۲ راته په یاد دي له پخوا نه قوانین د ستا
زما کیږي تسلي په هغو ای څښتنه
۵۳ زه ډېر په قهر یم په بدکاره خلکو
ځکه چې دوی ماتوي ستا شریعت
۵۴ په هرځای کې چې اوسېږمه زه
زه جوړوم سندرې ستا د قوانینو په هکله
۵۵ زه یادومه د شپې ستا نوم څښتنه
او ستا په شریعت باندې عمل کومه
۵۶ دا ؤ عادت زما چې عمل وکړمه
زه ستا په اصولو باندې
د څښتن شریعت ته وقف کېدنه
۵۷ ته هر څه یې زما ای څښتنه
دا مې وعده ده چې عمل به کوم
ستا په کلام باندې
۵۸ د زړه له کومي تا ته سوال کومه
چې په ما رحم وکړې
لکه چې څنګه دې وعده کړې ده
۵۹ د خپل کړو وړو په هکله فکر کوم
او دا مې وعده ده چې پیروي به کوم
ستا له حکمونو څخه
۶۰ زه به په بیړه او بې له ځنډه
عمل کوم ستا په حکمونو باندې
۶۱ بدکاره خلکو راته ایښی دی دام
خو هېر به نه کړمه د ستا شریعت
۶۲ په نیمه شپه کې راپاڅېږمه زه
چې ستا ثنا ووایم
ځکه چې ته قضاوتونه په انصاف کوې
۶۳ زه ملګری د هغو یم چې وېریږي له تا
د هغو ټولو خلکو چې کړي عمل ستا په اصولو باندې
۶۴ دنیا ده ډکه ستا له تلپاتې مینې ای څښتنه
ما ته رازده کړه ته دې خپل قوانین
د څښتن د شریعت ارزښت
۶۵ خپله وعده باندې ولاړ یې ای څښتنه
خپل خدمتګار سره دې ښه وکړل تا
۶۶ ما ته راکړه ښه حکمت او پوهه
ځکه چې زه کوم باور ستا په حکمونو باندې
۶۷ مخکې له دې چې مصیبت ووینم
بېلارې شوی وم زه
خو اوس عمل کوم زه ستا په کلام باندې
۶۸ ته یې نېک او کوې نېک کارونه
ما ته رازده کړه ته دې خپل قوانین
۶۹ مغروره خلک وایي دروغ زما په هکله
خو اطاعت ستا د اصولو کوم د زړه له کومي
۷۰ دغه دروغجن خلک شعور نه لري
خو ستا په شریعت باندې خوشحاله یمه
۷۱ ښه وه زما دپاره چې په تکلیف شوم
ځکه سبب شو د دې چې زده کړم ستا قوانین
۷۲ هغه شریعت چې تا راکړی
ډېر قیمتي دی ما ته
له ډېرو سرو او سپینو زرو څخه
د څښتن د شریعت عدالت
۷۳ تا زه جوړ کړی یم په خپلو لاسو
او پیدا کړی دې یم
ته راته راکړه پوهه ترڅو زه زده کړمه حکمونه ستا
۷۴ څوک چې وېریږي له تا شي به خوشحاله په لیدلو زما
ځکه چې زه ستا په کلام باندې باور لرمه
۷۵ په دې پوهېږمه څښتنه چې قضاوت کوې په عدل سره
او یې په حقه چې دې راکړله سزا ما ته
۷۶ لکه چې څنګه دې وعده کړې ده
خپل خدمتګار سره
ما ته دې راکړي تسلي ستا تلپاتې مینه
۷۷ په ما رحم وکړه چې زه ژوندی اوسم
ستا په شریعت کې خوشحالي ده زما
۷۸ ودې شرمیږي مغرور خلک
چې په دروغو په ما تور لګوي
خو زه به غور کوم ستا په اصولو باندې
۷۹ څوک چې کړي وېره له تا بېرته دې راشي ما ته
هغه خلک چې پوهیږي ستا حکمونو باندې
۸۰ پرېږده چې وکړم اطاعت په پوره توګه
ستا له قوانینو څخه
بیا به زه هېڅکله خجل نه شم
د ژوندون دپاره دعا
۸۱ ستومانه شوی یمه له انتظاره ای څښتنه
چې خلاصون راکړې ته
ستا په کلام باندې باور لرمه
۸۲ ستا د وعدې په انتظار مې سترګې ستړې شولې
او پوښتنه کوم: کله به ما ته تسلي راکوې؟
۸۳ زه یم وچ شوی د هغه مشک په شان
چې وي وهلی لوګي
خو ما هېر کړي نه دي ستا قوانین
۸۴ ستا خدمتګار به انتظار باسي تر کومه پورې؟
ته به کله هغو خلکو ته سزا ورکوې
چې ما ځوروي؟
۸۵ هغه مغروره خلک چې نافرماني کوي
ستا له شریعته څخه
کندې وباسي ما ته
چې مې په لومه کې راګېر کاندي
۸۶ ستا ټول حکمونه د باور وړ دي
ما سره مرسته وکړه
ځکه چې خلک مې ځوروي ناحقه
۸۷ دې ته نژدې وم چې مې کړي
ورک د ځمکې له مخ
خو ما پرېنښودل ستا اصول
۸۸ د خپلې مینې په خاطر دې ما ژوندی وساته
ترڅو زه وکړمه عمل ستا په حکمونو باندې
د څښتن په شریعت باندې ایمان لرل
۸۹ ابدي دی ستا کلام څښتنه
دی په اسمان کې قایم
۹۰ وفاداري دې دوام مومي ټولو نسلونو پورې
تا راپیدا کړه ځمکه او وي به ټینګه تل دپاره
۹۱ ستا په حکم ټول شیان دي
تر نن ورځې پورې پاتې
ځکه چې ټول ستا په خدمت کې دي
۹۲ که خوشحالي مې ستا شریعت کې نه وای
نو له دردونو نه مړ شوی به وای
۹۳ زه به هېڅکله ستا اصول هېر نه کړم
ځکه ژوندی دې یم ساتلی په هغو باندې
۹۴ زه د ستا یم ومې ژغوره
ځکه کوښښ مې کړی
چې عمل وکړم ستا په اصولو باندې
۹۵ بدکاره خلک انتظار باسي چې ومې وژني
خو زه به غور کوم ستا په حکمونو باندې
۹۶ په دې پوهېږم چې هر شی لري حد
خو ستا حکمونه هېڅ کوم حد نه لري
د څښتن د شریعت سره مینه
۹۷ زه څومره مینه کوم ستا د شریعت سره
زه ټوله ورځ کومه فکر د هغه په هکله
۹۸ هوښیاروي مې ستا حکمونه له دښمنه زیات
ځکه چې ما سره همېش وي هغه
۹۹ زه پوهېږم د خپلو ټولو استاذانو نه زیات
ځکه چې غور کوم ستا په حکمونو باندې
۱۰۰ زه له مشرانو څخه زیات پوهېږم
ځکه چې کړمه عمل ستا په اصولو باندې
۱۰۱ د بدو لارو مې ساتلي قدمونه خپل
ځکه زه غواړمه عمل وکړم ستا په کلام باندې
۱۰۲ ستا قوانین مې له نظره غورځولي نه دي
ځکه چې تا راته زده کړي هغه
۱۰۳ دا ستا کلام دی څومره خوږ ما ته
حتی د شاتو نه هم زیات خوږ دی
۱۰۴ حاصلومه زه حکمت ستا له اصولو څخه
نو زه نفرت کومه له ټولو بدو لارو
رڼا د څښتن له شریعت څخه
۱۰۵ دا ستا کلام دی څراغ زما د پښو دپاره
او ده رڼا زما د لارو
۱۰۶ ما خوړلی دی قسم او ورباندې ټینګ ولاړ یم
چې عمل وکړمه زه په عادلانه قوانینو ستا
۱۰۷ زما دردونه او سختۍ دي ای څښتنه
په رښتیا ډېر زیات
لکه چې څنګه دې وعده کړې ده ما ژوندی وساته
۱۰۸ کړه قبوله زما د خوښې د شکرګزارۍ نذرانه څښتنه
ما ته رازده کړه ته دې خپل قوانین
۱۰۹ زه اچوم خپل ژوند خطر کې همېش
خو نه هېروم به زه شریعت د ستا
۱۱۰ بدکاره خلکو راته دام ایښی دی
خو سرکښي مې کړې نه ده ستا له قوانینو څخه
۱۱۱ ستا حکمونه دي زما دپاره ابدي شتمني
خوشحالیږي زما زړه ورباندې
۱۱۲ ما پرېکړه کړې ده چې به د مرګ تر ورځې
زه اطاعت کومه ستا د قوانینو څخه
د څښتن په شریعت کې خوندیتوب
۱۱۳ زه له دوهمخي سړي کرکه کوم
خو ستا د شریعت سره زه مینه کوم
۱۱۴ ته پناه ځای یې زما او زما سپر یې
ستا په کلام باندې باور لرمه
۱۱۵ ای ګناهکارو خلکو، له ما نه لېرې شئ
ترڅو زه وکړمه عمل د خپل خدای په حکمونو باندې
۱۱۶ لکه چې څنګه دې وعده کړې ده
ما ته قوت راکړه ترڅو ژوندی پاتې شم
په مایوسۍ کې مې د شرم سره مخ نه کړې
۱۱۷ ملاتړ مې وکړه او زه به اوسم خوندي
نو زه به غور کوم تل ستا په قوانینو باندې
۱۱۸ ته رد کوې هغه خلک
چې اطاعت نه کوي ستا له قوانینو څخه
دي باطلې د هغوی هغه نقشې چې غولوونکې دي
۱۱۹ ټول بدعمله د دنیا ته غورځوې
لکه خزلو په شان
نو ځکه زه خوښوم ستا حکمونه
۱۲۰ ستا له وېرې مې بدن رپیږي
له قضاوتونو دې وېرېږمه زه
د څښتن له شریعت څخه اطاعت
۱۲۱ ما باانصافه او ښه کارونه کړي
خپل دښمنانو ته مې مه پرېږده ته
۱۲۲ وکړه وعده راسره چې
خپل خادم سره به مرسته کوې
مه پرېږده مغروره خلک چې وکړي ظلم په ما
۱۲۳ ستا د نجات په انتظار مې سترګې ستړې شولې
د کوم خلاصون دپاره چې دې وعده کړې ده
۱۲۴ د خپلې مینې مطابق راسره وکړه رفتار
ما ته رازده کړه ته دې خپل قوانین
۱۲۵ زه ستا خادم یم ما ته پوهه راکړه
ترڅو زه پوه شم ستا په حکمونو باندې
۱۲۶ ای څښتنه، د دې وخت راغلی
چې ته عمل وکړې
ځکه چې خلکو سرکښي کړې ده
ستا له شریعته څخه
۱۲۷ نو ځکه د سرو زرو نه هم زیات
زما خوښیږي ستا حکمونه
هم زیات له ډېرې ښې طلا نه
۱۲۸ نو زه سم ګڼمه ستا ټول اصول
نفرت کوم له غولوونکو لارو
د څښتن د شریعت څخه د تابعدارۍ شوق
۱۲۹ ډېر عجیبه دي حکمونه ستا
نو ځکه زه ورباندې کړمه عمل
۱۳۰ بیانول ستا د کلام
روښانوي د انسانانو ذهن
او سادهګانو ته ورکوي پوهه
۱۳۱ ستا د حکمونو دومره تږی یمه
خوله مې خلاصه ده نیولې او ارمانجن یمه زه
۱۳۲ ما ته وګوره او رحم په ما وکړه
لکه چې څنګه یې کوې په هغو خلکو باندې
چې کوي مینه ستا له نوم سره
۱۳۳ زما قدمونه کړه ټینګ ستا د کلام په لاره
مه مې پرېږده چې غالبه شي ګناه په ما
۱۳۴ چې په ما ظلم کوي
د هغو خلکو نه مې خلاص کړه ته
ترڅو زه وکړای شم عمل ستا په اصولو باندې
۱۳۵ په ورین تندي وګوره خپل خدمتګار ته
ما ته رازده کړه ته دې خپل قوانین
۱۳۶ اوښکې بهیږي زما له سترګو څخه لکه ویالو په شان
ځکه چې خلک ستا په شریعت باندې عمل نه کوي
د څښتن د شریعت عدالت
۱۳۷ ته عادل یې ای څښتنه
او ستا قضاوتونه دي ولاړ په عدل
۱۳۸ هغه شریعت چې ټاکلی دی تا
عادلانه دی او سم دی بیخي
۱۳۹ زما غیرت زما بدن سوځوي
ځکه هېر کړی ستا کلام دی دښمنانو زما
۱۴۰ یقیني ده څومره ستا وعده
ورسره مینه کوم زه ستا خدمتګار
۱۴۱ زه هېڅ شی نه یم او سپکاوی مې کیږي
خو نه هېرومه اصولونه د ستا
۱۴۲ ستا عدالت دی ابدي
او ستا شریعت دی همېشه رښتینی
۱۴۳ په ما راغلې پرېشاني او تکلیف
خو زه خوشحاله یمه ستا له حکمونو څخه
۱۴۴ عادلانه دي همېش ستا حکمونه
ته پوهه راکړه چې ژوندی پاتې شم
د شریرانو څخه د خلاصون دپاره دعا
۱۴۵ د زړه له کومي درته کومه فریاد
ځواب راکړه ای څښتنه
او زه به وکړمه عمل ستا قوانینو باندې
۱۴۶ تا ته فریاد کومه وژغوره ما
او زه به کومه عمل ستا په حکمونو باندې
۱۴۷ زه راپاڅېږم لمرخاته نه مخکې
او ستا د کومک دپاره کړمه فریاد
ستا په کلام کې زما هیلې نغښتې
۱۴۸ ټوله شپه ویښ پروت یمه
چې غور وکړم ستا د وعدو په هکله
۱۴۹ د خپلې مینې په خاطر زما دعا واوره
ای څښتنه، د خپل انصاف له مخې وساته ژوند زما
۱۵۰ رانژدې شوي هغه خلک راته
چې دي روان په شرارت پسې
یعنې هغوی چې دي لېرې ستا شریعت نه
۱۵۱ خو ته نژدې یې راته ای څښتنه
او ټول حکمونه دي رښتیني د ستا
۱۵۲ د ډېر پخوا نه مې زده کړي دي
ستا د حکمونو څخه
چې قایم کړي تا دي ابدي هغه
د مرستې دپاره زارۍ
۱۵۳ زما دردونه او سختۍ وګوره
ما ته خلاصون راکړه
ځکه شریعت دې ما هېر کړی نه دی
۱۵۴ زما د حق نه دفاع وکړه او ازاد مې کړه
ما ته نجات راکړه لکه چې څنګه دې وعده کړې ده
۱۵۵ بدکاره خلک به خلاصون نه مومي
ځکه چې ستا د قوانینو اطاعت نه کوي
۱۵۶ ای څښتنه، ستا رحمت ډېر لوی دی
د خپل انصاف له مخې وژغوره ژوند زما
۱۵۷ ډېر دښمنان دي زما چې ځوروي هغوی ما
خو ګرځېدلی نه یم ستا له حکمونو څخه
۱۵۸ کله چې ګورمه زه دغو خاینانو ته
نو د هغو نه مې نفرت راشي
ځکه چې نه کوي عمل ستا په کلام باندې
۱۵۹ ګوره څښتنه، څومره مینه کوم
ستا له اصولو سره
مینه دې هېڅکله بدلیږي نه
نو زما ژوند وژغوره
۱۶۰ دی رښتینی ټول کلام ستا
عادلانه او ابدي دي
ټول قضاوتونه ستا
د څښتن شریعت ته وقف کېدل
۱۶۱ ما بېسببه ځوروي دا د قدرت خاوندان
خو زه درناوی ستا د کلام کومه
۱۶۲ ستا په وعدو داسې خوشحاله یمه
لکه څوک چې خزانه پیدا کړي
۱۶۳ کرکه کومه زه له دروغو څخه او بد ګڼمه
خو ستا د شریعت سره زه مینه کوم
۱۶۴ هره ورځ اووه ځلې ثنا دې وایم
ځکه چې دي عادلانه قضاوتونه د ستا
۱۶۵ هغوی چې مینه کوي ستا له شریعته سره
دي برخمن له پوره امن څخه
هېڅ داسې شی نشته چې دوی راوغورځوي
۱۶۶ ستا د خلاصون په انتظار یمه زه ای څښتنه
کړمه عمل ستا په حکمونو باندې
۱۶۷ زه اطاعت ستا د حکمونو کوم
ځکه چې زه ورسره لرمه ډېره مینه
۱۶۸ ستا په اصولو او حکمونو زه عمل کومه
ځکه زما ټولو کارونو نه خبر یې ته
د څښتن د شریعت سره مینه
۱۶۹ زما د مرستې فریادونه
دې ای څښتنه تا ته درورسیږي
خپلې وعدې سره دې سم ما ته پوهه راکړه
۱۷۰ زما زاري دې تا ته درورسیږي
خپلې وعدې سره دې سم ما ته نجات راکړه
۱۷۱ زما په ژبه به وي ستا ثنا او صفت
ځکه چې ما ته زده کوې خپل قوانین
۱۷۲ زه به سندره وایم ستا د کلام په هکله
ځکه چې دي عادلانه ټول حکمونه ستا
۱۷۳ ما ته لاس د مرستې راکړه
ځکه چې ما ده غوره کړې دا
چې پیروي کومه ستا له اصولو څخه
۱۷۴ زه په ارمان ستا د نجات یمه ای څښتنه
ستا په شریعت کې خوشحالي ده زما
۱۷۵ ژوندی مې پرېږده چې ثنا دې وایم
ستا قوانین دې زما مرسته وکړي
۱۷۶ لکه ورک شوی پسه زه سرګردانه یمه
راشه او ولټوه خپل خدمتګار
ځکه چې ما هېر کړي نه دي حکمونه ستا