کپی رایت ۲۰۲۴ - ۲۰۱۵ بائبل پشتو ﻭ څ.ب.اِس ﻭ یو.ب.اِس. تمامی حقوق محفوظ است
۱ کله چې بنى اِسرائيليان د مِصر نه بهر راووتل،
او د يعقوب خاندان چې د پردى مُلک نه راووتل،
۲ يهوداه د خُدائ مقدس ځائ شو،
او اِسرائيل د خُدائ پاک د بادشاهت ځائ شو.
۳ کله چې بحرِقُلزم دوئ وليدل نو لار يې ورته پرېښوده،
او د اُردن سيند واپس شو او خپل ځائ ته لاړو،
۴ غرونو لکه د ګډانو په شان منډې کړې،
او غونډو لکه د ګډورو په شان منډې کړې.
۵ اے سمندره دا څۀ چل وو چې تا هغوئ ته لار پرېښوده،
تۀ ولې واپس شوې اے د اُردن سينده،
۶ غرونو تاسو ولې لکه د ګډانو په شان منډې کړې؟
او تاسو اے غونډو ولې لکه د ګډورو په شان منډې کړې؟
۷ د مالِک خُدائ په راتلو سره اے زمکې په لړزان شه،
د يعقوب د پاک خُدائ په حضور کښې په لړزان شه،
۸ چا چې د ګټ نه د اوبو تالاب جوړ کړو،
او سخت ګټ نه يې د اوبو چشمه جوړه کړه.