کپی رایت ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ بائبل پشتو ﻭ څ.ب.اِس ﻭ یو.ب.اِس. تمامی حقوق محفوظ است
د زبورونو کتاب
یوسلو دولسم زبور
د نېک سړي خوشحالي
۱ د څښتن ثنا او صفت وکړئ
بختور دی هغه څوک چې کړي وېره له څښتنه
چې ډېر په خوښۍ سره مني د هغه حکمونه
۲ اولادونه د هغه به شي قوي وطن کې
او برکت به ومومي نسل د نېکو خلکو
۳ وي به شتمنه او دولتمنده کورنۍ د هغه
وي به نېکمرغه تر ابده پورې
۴ نېکانو خلکو ته ځلیږي په تیاره کې رڼا
څوک چې اوسي مهربانه، زړهسواندي او عادل
۵ بختور دی هغه څوک چې وي سخي قرض ورکولو کې
چې چلوي خپل کاروبار په انصاف سره
۶ ناکام به نه شي په هېڅ وخت کې نېک عمله سړی
نوم به یې یادیږي د همېش دپاره
۷ نه به وېریږي هغه له بد خبر څخه
ځکه چې زړه یې دی قوي، لري توکل په څښتن
۸ زړه یې کلک دی او نه وېریږي
هغه به ویني په رښتیا د دښمنانو ماتې
۹ په سخاوت سره کومک کړي محتاجانو سره
پاتې کیږي تل دپاره نېک اعمال د هغه
وي به قوي او درناوی به یې کیږي
۱۰ بدکاران چې دا ګوري په قهریږي به
خپل غاښونه به چیچي او ورکیږي به دوی
ارمان به نه شي پوره د هغوی هېڅکله