۰:۰۰ / ۰:۰۰

زبور شريف

يو سل او اتم زبور

د حضرت داؤد يو زبور

۱ اے مالِکه خُدايه، زما زړۀ په تا مضبوط دے،

زۀ به په خپل ټول ځان سره ستا حمد او سرود وايم.

۲ اے سريندې او ربابه پاڅه،

زۀ به په خپلو سندرو سره سحر راپاڅوم.

۳ اے مالِکه خُدايه، زۀ به ستا ثناء په قومونو کښې بيان کړم،

د خلقو مينځ کښې به دې حمدونه وايم.

۴ ځکه چې ستا ابدى مينه لويه او د آسمانونو دپاسه ده،

او ستا وفادارى تر آسمانونو پورې ده.

۵ اے پاکه خُدايه، پاس په آسمانونو دې ستا لوئى وى،

او ستا جلال دې د ټولې زمکې دپاسه وى.

۶ مونږ دې په خپل ښى لاس سره بچ کړه او زمونږ مدد وکړه،

او د چا سره چې تۀ مينه کوې هغوئ بچ کړه.

۷ خُدائ د خپل مقدس ځائ نه کلام وکړو،

”په خوشحالۍ سره به شِکم تقسيم کړم

او د سُکات دره به ناپ تول کړم.

۸ جِلعاد زما دے او منسى هم زما دے،

اِفرائيم زما ټوپۍ او يهوداه زما د بادشاهۍ کونټۍ ده.

۹ موآب زما د وينځلو ښانک دے او هغه به زما خِدمتګار وى،

او زۀ په ادوم باندې خپلې څپلۍ پاکوم،

او زۀ به په فلستيه مُلک باندې د کاميابۍ چغه وهم.“

۱۰ ما به څوک د برجونو ښار ته راولى؟

څوک به ما ته په ادوم باندې کاميابى راکړى؟

۱۱ اے پاکه خُدايه، مونږ تا رد کړى يُو څۀ

زمونږ د لښکرو سره نور نۀ ځې څۀ؟

۱۲ د دشمن خلاف زمونږ مدد وکړه،

ځکه چې د بنى آدم امداد بې‌فائدې دے.

۱۳ د خُدائ پاک په مدد سره به مونږ ګټه وکړُو،

او هغه به زمونږ دشمن چخڼى کړى.