کپی رایت ۲۰۲۴ - ۲۰۱۵ بائبل پشتو ﻭ څ.ب.اِس ﻭ یو.ب.اِس. تمامی حقوق محفوظ است
۱ اے مالِکه خُدايه، زما زړۀ په تا مضبوط دے،
زۀ به په خپل ټول ځان سره ستا حمد او سرود وايم.
۲ اے سريندې او ربابه پاڅه،
زۀ به په خپلو سندرو سره سحر راپاڅوم.
۳ اے مالِکه خُدايه، زۀ به ستا ثناء په قومونو کښې بيان کړم،
د خلقو مينځ کښې به دې حمدونه وايم.
۴ ځکه چې ستا ابدى مينه لويه او د آسمانونو دپاسه ده،
او ستا وفادارى تر آسمانونو پورې ده.
۵ اے پاکه خُدايه، پاس په آسمانونو دې ستا لوئى وى،
او ستا جلال دې د ټولې زمکې دپاسه وى.
۶ مونږ دې په خپل ښى لاس سره بچ کړه او زمونږ مدد وکړه،
او د چا سره چې تۀ مينه کوې هغوئ بچ کړه.
۷ خُدائ د خپل مقدس ځائ نه کلام وکړو،
”په خوشحالۍ سره به شِکم تقسيم کړم
او د سُکات دره به ناپ تول کړم.
۸ جِلعاد زما دے او منسى هم زما دے،
اِفرائيم زما ټوپۍ او يهوداه زما د بادشاهۍ کونټۍ ده.
۹ موآب زما د وينځلو ښانک دے او هغه به زما خِدمتګار وى،
او زۀ په ادوم باندې خپلې څپلۍ پاکوم،
او زۀ به په فلستيه مُلک باندې د کاميابۍ چغه وهم.“
۱۰ ما به څوک د برجونو ښار ته راولى؟
څوک به ما ته په ادوم باندې کاميابى راکړى؟
۱۱ اے پاکه خُدايه، مونږ تا رد کړى يُو څۀ
زمونږ د لښکرو سره نور نۀ ځې څۀ؟
۱۲ د دشمن خلاف زمونږ مدد وکړه،
ځکه چې د بنى آدم امداد بېفائدې دے.
۱۳ د خُدائ پاک په مدد سره به مونږ ګټه وکړُو،
او هغه به زمونږ دشمن چخڼى کړى.