کپی رایت ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ بائبل پشتو ﻭ څ.ب.اِس ﻭ یو.ب.اِس. تمامی حقوق محفوظ است
د زبورونو کتاب
یوسلو شپږم زبور
په خپل قوم باندې د خدای مهرباني
۱ د څښتن ثنا او صفت وکړئ
د څښتن شکر کوئ، ځکه چې نېک دی هغه
ده ابدي د هغه مینه
۲ څوک کولای شي بیان کړي د هغه عظیم کارونه؟
څوک کولای شي صفت یې وکړي په پوره توګه؟
۳ بختور دي هغه څوک چې انصاف کوي د نورو سره
چې تل دپاره نېک کارونه کوي
۴ احسان کوې چې په خپل قوم، ما هم په یاد ساته
ما ته هم راکړه نجات چې ورکوې کله نجات هغوی ته
۵ چې نېکمرغه ووینمه زه ستا غوره شوی قوم
او د هغوی سره خوشحاله اوسم
او ستا د خلکو په ویاړونو کې شریک شمه زه
۶ مونږه ګناه کړې ده لکه چې کړې وه نیکونو زمونږ
مونږه ګناه او بد عمل کړی دی
۷ زمونږ نیکونه نه شول پوه مصر کې
په عجیبه کارو د خدای باندې
هغوی کړه هېره د هغه ډېره تلپاتې مینه
سرې بحیرې په غاړه وکړه سرکښي یې مقابل کې د ده
۸ خو دوی ته وریې کړ نجات د خپل نامه په خاطر
ترڅو چې وښایي خپل لوی قدرت
۹ سره بحیره چې هغه ورټله وچه شوله
قوم یې خپل تېر کړ د دریاب په منځ کې
لکه د دښتې په څېر وچه شوله ځمکه ورته
۱۰ هغوی یې وژغورل د هغو خلکو د منګولو څخه
چې کړله کرکه یې له دوی څخه
هغوی یې خلاص کړل د خپلو دښمنانو د منګولو څخه
۱۱ خو اوبو ډوب کړل د هغوی بدخواهان
حتی یو کس هم پاتې نه شو ژوندی
۱۲ بیا د هغه قوم اعتبار وکړ د ده په وعده
هغه ته یې وویله د ثنا او صفت سندره
۱۳ خو هغوی زر هغه کارونه هېر کړل
کوم چې څښتن کړي وو
او نصیحت ته د هغه ونه کړ دوی انتظار
۱۴ سخته اشتها د هغوی پیدا شوله په دښته کې د خوړو دپاره
او په صحرا کې یې په خدای باندې ازمېښت وکړلو
۱۵ نو څه چې غوښتي وو هغوی هغه یې ورکړل ورته
خو رانازل یې کړ په دوی باندې مرګونی مرض
۱۶ کله هغوی چې کینه وکړه موسی سره د دښتې کمپ کې
او هم هارون سره چې وقف شوی ؤ څښتن دپاره
۱۷ بیا خوله خلاصه کړله ځمکې او ژوندی یې تېر کړ داتان
او په کې ښخ شول ابیرام او د هغه خلک
۱۸ اور شو نازل په پیروانو د دوی
د اور لمبې وسوځول هغه بدکاره خلک
۱۹ د سینا غره کې هغوی جوړ کړ
د سرو زرو خوسی
او عبادت یې وکړ جوړ شوي بت ته
۲۰ هغوی بدل خپل جلالي خدای کړلو
په مجسمې د یو غویي چې ؤ خوراک یې واښه
۲۱ هغوی کړ هېر خپل ژغورونکی خدای
ترسره کړي لوی کارونه چې یې مصر کې وو
۲۲ څه معجزې چې هغه کړې وې د حام په وطن
هم یې هېر کړل هغه عجیبه کارونه
ترسره کړي یې چې وو سرې بحیرې په غاړه
۲۳ نو کله چې وویل خدای چې به خپل قوم تباه کړي
راودرېدلو د هغه غوره شوی خدمتګار موسی
د هغوی د شفاعت دپاره
چې قهر یې سوړ کړي او تباه نه کړي دوی
۲۴ بیا هغوی وکړلو انکار د هغه ښه وطن د تللو څخه
ځکه باور یې نه درلود د خدای په وعده
۲۵ خپلو خېمو کې شول پاتې ګورېدل هغوی
نه یې منله د څښتن خبره
۲۶ نو هغه پورته کړ خپل لاس
قسم یې وخوړ ورته
چې په دې دښته کې به مړه کړي هغوی
۲۷ خوره وره به اولاده یې کړي پردو قومونو کې
چې هغوی مړه شي په پردیو وطنونو کې
۲۸ بیا په فغور کې د خدای قوم کړلو ځان وقف بعل ته
او خوړلې یې قربانۍ چې ورکړل شوې وې بتانو ته
۲۹ دوی راوپاراوه څښتن په دغو خپلو عملونو باندې
او په هغوی باندې وبا راغله
۳۰ خو فینحاس پاڅېد مجرمانو ته یې ورکړه سزا
او ودرېدله وبا
۳۱ دا عدالت کې د فینحاس شو حساب
او نسل په نسل به یادیږي هغه
۳۲ د مریبه د چینو څنګ کې دوی څښتن غوسه کړ
شولو په کړاو د دوی له لاسه موسی
۳۳ هغوی کړ دومره د موسی حالت تریخ
چې یې راووتل د خولې نه بېسنجشه الفاظ
۳۴ نه کړل تباه دوی بېګانه قومونه
څنګه څښتن چې ؤ ورکړی حکم
۳۵ ټینګې اړیکې د دوستۍ یې کړلې هغو سره
او د هغوی بد رواجونه یې خپل کړل
۳۶ عبادت یې وکړ د هغوی د بتانو
دا کار په څېر شو د یوه دام دوی ته
۳۷ کړل قرباني یې پېریانو د کنعان ته
خپل زامن او لوڼې
۳۸ وینه یې تویه کړله د بېګناهو ماشومانو
د خپلو لوڼو او زامنو وینه
چې قرباني یې کړل بتانو د کنعان ته هغوی
په وینو ولړله ځمکه هغوی
۳۹ خپلو اعمالو باندې کړل یې خپل ځانونه ناپاک
او بېوفا شول خدای ته د زناکارې ښځې په شان
۴۰ څښتن ډېر په قهر شو خپل قوم باندې
شولو بېزار له خپلو خلکو څخه
۴۱ پردي قومونو ته یې تسلیم کړل هغوی
هغو حکومت کاوه په دوی چې ترې نفرت یې کاوه
۴۲ دښمنانو د هغوی کاوه پرې ظلم
وو سخت ذلیل د دوی تر لاس لاندې
۴۳ څو ځلې وژغوره څښتن خپل ولس
خو دوی کړه غوره سرکښي په مقابل کې د ده
او په ګناه کې ډوب شول
۴۴ خو بیاهم هغه به رحم کاوه دوی باندې
چې کله وو به مصیبت کې هغوی
او اورېده به یې فریاد د هغوی
۴۵ هغه رایاد کړلو خپل لوظ د هغوی په خاطر
او کړه یې بدله پرېکړه په سبب
د خپلې تلپاتې زیاتې مینې
۴۶ کړل هغوی ته یې خواخوږي هغه خلک
چې اسیران وو دوی له هغو سره
۴۷ وژغوره مونږ، زمونږ څښتنه خدایه
مونږ یوځای سره راټول کړه له قومونو
ترڅو ادا کړو مونږه شکر د ستا
ستا د سپېڅلي نوم ثنا مو ویاړ شي
۴۸ ثنا او صفت دې وي د اسراییلو څښتن خدای ته
وکړئ ثنا او صفت یې د ازل نه تر ابده پورې
بیا دې ووایي ټول قوم: «آمین»
ثنا او صفت دې وي څښتن ته!