۰:۰۰ / ۰:۰۰

زبور شريف

سلم زبور

د شُکر ګزارۍ زبور

۱ اے د دُنيا خلقو، د خوشحالۍ نعرې مالِک خُدائ ته ووهئ،

۲ او د خوشحالۍ سره د مالِک خُدائ عبادت وکړئ،

او د خوشحالۍ په سندرو سره د هغۀ په وړاندې حاضر شئ.

۳ ځان پوهه کړئ چې هم مالِک خُدائ خُدائ پاک دے،

او هم هغۀ مونږ پېدا کړى يُو او مونږ د هغۀ يُو،

مونږ د هغۀ خلق او د هغۀ د څرند د ځائ ګډې يُو.

۴ د هغۀ در ته د شُکر ګزارۍ سره ورننوځئ،

او د هغۀ دربار ته د ثناء صِفت کولو سره ورننوځئ،

د هغۀ شُکر ګزارى وکړئ او د هغۀ د نوم ثناء صِفت وکړئ.

۵ مالِک خُدائ مهربانه دے او د هغۀ مينه د تل دپاره وى،

او د هغۀ وفادارى به تر نسلونو پورې جارى وى.