کپی رایت ۲۰۲۴ - ۲۰۱۵ بائبل پشتو ﻭ څ.ب.اِس ﻭ یو.ب.اِس. تمامی حقوق محفوظ است
۱ حکمت د یوې ښځې په څېر خپل کور ودان کړی دی
او اووه ستنې یې توږلې او بیا یې ودرولې دی.
۲ هغې د مېلمستیا دپاره غوښه تیاره کړې
او د انګورو شیره یې جوړه کړې ده
او دسترخوان یې هوار کړی دی.
۳ هغې خپلې وینځې ورولېږلې
چې د ښار له لوړو ځایونو نه خپل غږ پورته کړي:
۴ «هرڅوک چې ساده وي، دلته دې راشي!»
او بیا ناپوهه خلکو ته وایي:
۵ «راشئ! زما ډوډۍ وخورئ
او لږه د انګورو شیره وڅښئ کوم چې ما جوړه کړې ده.
۶ خپله د ناپوهۍ لار پرېږدئ نو تاسو به نېکمرغه ژوند ولرئ
او د عقل په لاره به روان شئ.
۷ څوک چې ملنډې وهونکی اصلاح کوي نو ځان شرموي
او څوک چې بدکار رټي نو ځان ته زیان رسوي.
۸ د ملنډې وهونکی رټنه مه کوه هسې نه چې ستا نه کرکه وکړي
د حکمت د خاوند رټنه کوه نو ستا سره به مینه وکړي.
۹ د حکمت خاوند ته لارښوونه وکړه
نو نور به هم خپل حکمت ډېر کړي
نېک سړي ته تعلیم ورکړه
چې خپله پوهه نوره هم زیاته کړي.
۱۰ له څښتن څخه وېره د حکمت شروع ده
او عقل د سپېڅلي ذات د پېژندلو علم دی.
۱۱ ځکه زما په مرسته به ستا د ژوند ورځې ډېرې شي
او ستا د عمر کلونه به نور هم زیات شي.
۱۲ که د حکمت خاوند یې نو دا به دې په ګټه وي
او که ته ملنډې وهونکی یې نو یوازې زیان به زغمې.»
۱۳ کمعقلتوب د یوې بېحیا ښځې په څېر دی
چې ډېره ساده او په هېڅ نه پوهیږي.
۱۴ هغه د خپل کور د دروازې ترڅنګ ناسته ده
او بیا د ښار په لوړو ځایونو کې په تخت کښېني.
۱۵ څوک چې په خپله لار سم ځي
نو هغوی ته نارې وهي:
۱۶ «هرڅوک چې ساده وي، دلته دې راشي!»
او بیا ناپوهه انسان ته وایي:
۱۷ «د غلا اوبه خوږې وي
او په پټه ترلاسه شوې ډوډۍ خوندوره وي.»
۱۸ هغوی نه پوهیږي چې د هغې په کور کې ټول وژل شوي دي
او مېلمانه یې د قبر په ژوره کنده کې پراته دي.