کپی رایت ۲۰۲۴ - ۲۰۱۵ بائبل پشتو ﻭ څ.ب.اِس ﻭ یو.ب.اِس. تمامی حقوق محفوظ است
۱ ځان غوښتونکی انسان د خلکو نه ځان لېرې ساتي
او تل د حکمت مخالفت کوي.
۲ کمعقل سړی د پوهې سره مینه نه لري
او یوازې د خپل نظر په څرګندولو خوشحالیږي.
۳ کله چې شرارت راشي نو رسوایي هم راځي
او شرم او سپکاوی هم ورسره ملګري وي.
۴ د انسان د خولې خبرې د ژورې څاه اوبه دي
د حکمت چینه د تنګې درې روان خوړ دی.
۵ دا ښه کار نه دی چې د مجرم طرفداري دې وشي
او یا د بېګناه حق ترپښو لاندې شي.
۶ د کمعقل خبرې جنجالونه جوړوي
او خوله یې وهلو ته بلنه ورکوي.
۷ د کمعقل انسان خپله ژبه بلا ده
او شونډې یې د ځان دپاره دام دي.
۸ د غیبت کوونکي خبرې د خوندور خوراک په شان دي
چې د انسان له ستوني تېریږي او د ګېډې تل ته ښکته کیږي.
۹ څوک چې په خپل کار کې لټي کوي
نو د ورانکارو سره ورورولي کوي.
۱۰ د څښتن نوم ټینګ او قوي مورچل دی
چې نېک انسان هلته پناه اخلي او په امن کې وي.
۱۱ د شتمن مال دولت د هغه دپاره ټینګه کلا ده
او فکر کوي چې د هغه دپاره یو لوړ دېوال دی.
۱۲ کبر د تباهۍ سبب کیږي
او عاجزي د سرلوړۍ.
۱۳ څوک چې د خبرو د اورېدلو نه مخکې ځواب ورکوي
نو دا د هغه دپاره جهالت او رسوایي راولي.
۱۴ د انسان روح ناروغي زغملی شي
خو خفه روح هېڅوک زغملی نه شي.
۱۵ عقلمن انسان تل د علم حاصلولو په لټون کې وي
او د هوښیار انسان غوږونه تل د علم زده کړې ته تیار وي.
۱۶ سوغات ورکول د انسان دپاره لار خلاصوي
او د لویو خلکو سره پېژندګلوي پیدا کوي.
۱۷ څوک چې په محکمه کې لومړی خبرې کوي بېګناه ښکاري
ترڅو بل څوک د هغه څېړنه ونه کړي.
۱۸ د پچې په اچولو جګړې ختمیږي
او د مخالفینو ترمنځ پرېکړې کیږي.
۱۹ د مرور ورور پخلا کول د قوي ښار د فتح کولو نه سخت دي
او شخړې کول د کلا دروازو ته د اړمونو ایښودلو په څېر دي.
۲۰ هوښیارې خبرې د ښې ډوډۍ په شان انسان مړوي
او سمې خبرې د خلکو د رضایت سبب ګرځي.
۲۱ په مرګ او ژوند کې د ژبې اختیار شته
څوک چې ورسره مینه لري، د خپلو خبرو مېوه به وخوري.
۲۲ چاته چې ښځه پیدا شي د نعمت خاوند شي
او د څښتن رضا او خوشحالي حاصله کړي.
۲۳ مسکین په عاجزۍ زاري کوي
خو شتمن سخت ځواب ورکوي.
۲۴ تش په نامه دوستان یو بل ته کنده کیندي
خو رښتینی ملګری د خپل ورور نه هم نژدې وي.