فصل قبلی

دَ فيليپيانو په نُوم دَ پولوس رسُول خط

اول باب

سلام

۱دَ پولوس اَؤ تيموتيوس له طرفه څوک چه دَ مسيح عيسىٰ خادمان دى، دَ فيليپى دَ ټولو هغه پاکانو په نُوم چه دَ عيسىٰ مسيح سره يووالے لرى، سره دَ دوئ دَ مشرانو اَؤ خادمانو.

۲په تاسو دِ زمُونږ دَ پلار خُدائے اَؤ عيسىٰ مسيح له طرفه فضل اَؤ سلامتى نازله وى.

دَ فيليپيانو دَ پاره دَ پولوس دُعا

۳ما ته چه هر کله تاسو راياد شئ نو دَ خپل خُدائے شکر وباسم. ۴اَؤ په هره يوه دُعا کښے چه زَۀ ئے ستاسو دَ پاره غواړم تل ډير په خوشحالئ تاسو ټولو دَ پاره خواست کوم، ۵ځکه چه تاسو دَ اولنئ ورځے نه تر ننه پورے دَ زيرى په خورولو کښے له ما سره شريک پاتے شوى يئ. ۶اَؤ زما دَ دے خبرے په باب کښے باور دے چه چا چه په تاسو کښے نيک کار شروع کړے دے، هغه به ئے دَ عيسىٰ مسيح تر ورځے پورے پُوره کړى. ۷ځکه خو واجب دى چه زَۀ ستاسو ټولو په حقله هم دغسے خيال وکړم دَ پاره دَ دے چه تاسو زما په زړۀ کښے يئ، اَؤ زما دَ قيد اَؤ دَ زيرى دَ جواب اَؤ په ثبُوت کښے تاسو ټول ما سره دَ خُدائے په فضل کښے شريک يئ. ۸خُدائے زما ګواه دے چه زَۀ دَ عيسىٰ مسيح په شان په مينه کښے ستاسو ټولو دَ مُلاقات آرزومند يم.

۹اَؤ دا دُعا کوم چه ستاسو مينه اَؤ عِلم به هر شان دَ پوهے سره نوره هم په زياتيدو شى، ۱۰چه تاسو ښه نه ښه فيصله کولے شئ اَؤ دَ مسيح تر ورځے پورے په صفا زړۀ پاتے شئ اَؤ تيندک ونۀ خورئ. ۱۱اَؤ ستاسو ژوند دِ دَ صداقت په ميوه چه دَ عيسىٰ مسيح په وسيله ده، معمُور وى، چه دَ خُدائے جلال ښکاره شى اَؤ دَ هغۀ ستائينه کيږى.

ما ته ژوند تيرول مسيح دے

۱۲اَئے ورُوڼو! زَۀ غواړم چه تاسو خبر شئ، په ما چه څۀ تير شول، هغه دَ زيرى دَ ترقئ په وجه وشول، ۱۳تر دے چه دَ قيصر دَ عسکرو په ټوله پلټنه کښے اَؤ باقى په ټولو خلقو کښے دا خبره خوره شوه چه زَۀ دَ مسيح دَ پاره قيد يم. ۱۴اَؤ څوک چه په مالِک کښے زمُونږ ملګرى دى اکثر زما دَ قيديدو په وجه زړۀ ور شول اَؤ بے ويرے دَ خُدائے کلام په آؤرولو کښے زړه ورتيا ښکاره کوى.

۱۵ځنے خو په حسد اَؤ دَ جګړے په وجه دَ مسيح پيغام آؤروى اَؤ ځنے به نيک نيتئ سره. ۱۶دوئ دَ مينے په وجه داسے کوى اَؤ په دے خبر دى چه زَۀ دَ زيرى دَ جواب ورکولو دَ پاره ټاکلے شوے يم. ۱۷خو نور دَ بے اِتفاقئ په وجه، نۀ چه په صفا زړۀ سره، بلکه په دے خيال چه زما په قيد کښے ما ته مصيبتُونه پيدا کړى.

۱۸خو خير دے، په هر شان دَ مسيح پيغام آؤرولے شى، هغه که په بهانه وى يا په صفا زړۀ، اَؤ په دے زَۀ خوشحاله يم. هو! اَؤ خوشحاله به شم، ۱۹ځکه چه زَۀ پوهيږم چه ستاسو په دُعا اَؤ دَ عيسىٰ مسيح دَ رُوح په مدد به آزاد شم. ۲۰ځکه خو زما دَ زړۀ آرزو اَؤ اُميد دغه دے چه زَۀ په څۀ خبره کښے شرمنده نۀ شم، بلکه زما دَ زياتے زړه ورتيا په وجه لکه څرنګ چه زما په وسيله هميشه دَ مسيح جلال ښکاره شوے دے، هغه شان به اوس هم کيږى، که زَۀ ژوندے يم يا مړ شم. ۲۱ځکه چه ژوندے پاتے کيدل زما دَ پاره مسيح دے اَؤ مړ کيدل ګټه. ۲۲خو که زما ژوندے پاتے کيدل زما دَ کار دَ پاره فائده لرى نو زَۀ نۀ پوهيږم چه کُوم يو خوښ کړم. ۲۳زَۀ په دواړه طرفه نښتے يم. زړۀ خو مے دا غواړى چه رُخصت شم اَؤ مسيح ته لاړ شم ځکه چه دا ډير زيات غوره دے، ۲۴خو زما په بدن کښے پاتے کيدل ستاسو دَ پاره ډير ضرورۍ دى. ۲۵زما په دے يقين دے اَؤ دَ دے دَ پاره زَۀ پوهيږم چه ژوندے به پاتے شم، بلکه تاسو ټولو سره به اوسم چه تاسو په ايمان کښے ترقى وکړئ اَؤ په کښے خوشحاله اوسئ، ۲۶اَؤ تاسو په ما فخر کوئ هغه دِ تاسو ته زما په بيا راتلو په مسيح عيسىٰ کښے زيات شى.

۲۷صرف دومره کوئ چه ستاسو چال چلن دِ دَ مسيح دَ زيرى په شان وى. که زَۀ راشم اَؤ تاسو وګورم يا رانۀ شم، ستاسو حال واؤرم چه تاسو په يو رُوح کښے قائم يئ اَؤ دَ اِنجيل دَ ايمان دَ پاره په يو زړۀ ښه خوارى کوئ. ۲۸اَؤ په هيڅ خبره کښے هم دَ مُخالفانو نه ويريدُونکى نۀ يئ، نو له دے نه به دا صفا ښکارى چه هغوئ به هلاک شى خو دا ستاسو دَ پاره خلاصُون اَؤ دا دَ خُدائے له طرفه ده. ۲۹ځکه چه دَ مسيح دَ خاطره په تاسو دا فضل وشو چه نۀ يواځے په هغۀ ايمان راؤړئ بلکه دَ هغۀ دَ خاطره تکليفُونه هم وزغمئ. ۳۰اَؤ تاسو هم هغه شان ښه خوارى کوئ څنګه چه مو زَۀ په کولو ليدلے وم اَؤ اوس هم آؤرئ چه زَۀ هم هغه شان کوم.

فصل قبلی