فیلیمون ته د پولوس رسول لیک

لومړی فصل

سلامونه

۱دا لیک د پولوس له خوا چې د عیسی مسیح په خاطر زنداني دی او زمونږ د ورور تیموتاوس له خوا خپل ګران او د خدمت ملګري فیلیمون ته ۲او خپلې خور اپفیې او ارخیپوس ته چې لکه د یو عسکر په شان زما همکار دی او ستاسو د کور کلیسا ته. ۳زمونږ د پلار خدای او څښتن عیسی مسیح فضل او سلامتي دې وي په تاسو باندې.

د فیلیمون مینه او ایمان

۴ای فیلیمونه، کله چې زه تا په خپلو دعاګانو کې یادوم نو تل د خپل خدای شکر کوم، ۵ځکه چې زه ستا د مینې نه چې د خدای د ټولو خلکو سره یې لرې او په څښتن عیسی باندې د ایمان نه خبر یم. ۶زما دعا دا ده چې ته خپل د ایمان شراکت داسې ښکاره کړې چې د دې سبب شي، ترڅو زمونږ پوهه د هغو برکتونو په اړه چې په مسیح کې یې لرو، زیاته شي. ۷ای زما وروره، ماته ستا د مینې له امله ډېره خوشحالي او تسلي پیدا شوې ده، ځکه چې ستا له امله د خدای د خلکو زړونه قوي او تازه شوي دي.

د فیلیمون نه د اونیسیموس په خاطر د پولوس غوښتنه

۸سره له دې چې زه په مسیح کې دا زړورتیا او جرات لرم چې تاته حکم وکړم چې هغه کار وکړه چې مناسب وي، ۹خو زه د هغې مینې له امله چې تا سره یې لرم او زه پولوس د یو سپین‌ږیري سړي په توګه چې اوس د عیسی مسیح په خاطر زنداني یم، ستا نه د یو څه غوښتنه کوم. ۱۰زه د خپل زوی اونیسیموس له خوا چې د خپل بندیتوب په وخت کې د هغه روحاني پلار شوم، ستا نه غوښتنه کوم. ۱۱هغه یو وخت ستا دپاره ګټور نه ؤ، خو اوس هم ستا او هم زما دپاره ګټور دی.

۱۲زه هغه تاته بېرته درلېږم چې زما د زړه سر دی. ۱۳ما غوښتل چې هغه د خپل ځان سره وساتم، ترڅو تر هغه وخته پورې چې زه د زېري په خاطر په زندان کې یم، هغه ستا په ځای زما خدمت وکړي. ۱۴خو ما ونه غوښتل چې ستا له غوښتنې نه پرته کوم کار وکړم، ترڅو ستا نېکي د مجبوریت له مخې نه بلکې ستا په رضا سره وي.

۱۵کېدای شي هغه د دې دپاره ستا نه د لږ وخت دپاره بېل شو چې هغه د تل دپاره ستا سره وي. ۱۶خو هغه اوس نور د یو غلام په شان نه، بلکې د غلام نه ډېر لوړ دی، لکه د یو ګران ورور په شان. هغه چې دومره ماته ګران دی، نو څومره به تاته هم د غلام او هم په څښتن کې د یو ورور په توګه ګران وي.

۱۷نو که چېرې ته ما خپل شریک ګڼې، لکه څنګه چې ما منې، هغه هم ومنه. ۱۸که چېرې هغه ستا سره کومه بدي کړې وي او یا ستا ورباندې کوم پور وي، نو هغه زما په حساب ولیکه. ۱۹زه پولوس دا درته په خپل لاس لیکم چې زه به دا هرڅه بېرته درکړم. زه دا نه وایم چې ته څومره زما پوروړی یې، حتی ستا ځان هم. ۲۰ای وروره، د څښتن په خاطر ماته ګټه ورسوه او احسان وکړه او په مسیح کې زما زړه قوي او تازه کړه.

۲۱زه ستا په تابعدارۍ باندې باور لرم، نو زه دا شیان تاته لیکم او په دې پوهېږم زه چې درڅخه څه غواړم، د هغې نه به زیات وکړې. ۲۲بله دا چې زما دپاره یوه کوټه تیاره کړه، ځکه زه هیله لرم چې خدای به ستاسو دعاګانې قبولې کړي او ما به بیا تاسو ته درولي.

وروستني سلامونه

۲۳اپفراس چې د عیسی مسیح په خاطر زما سره په زندان کې دی، تاته سلام وایي. ۲۴همدارنګه مرقوس، ارسترخوس، دیماس او لوقا چې په دې خدمت کې زما ملګري دي، هم تاته سلام وایي. ۲۵په تاسو ټولو باندې دې زمونږ د څښتن عیسی مسیح فضل وي.