۰:۰۰ / ۰:۰۰

د شمېر کِتاب - د تورات شريف څلورم کِتاب

درېم باب

د حضرت هارون زامن

۱دا د هارون او د موسىٰ د خاندان د هغه وخت خبره ده کله چې مالِک خُدائ د سينا په غرۀ باندې د موسىٰ سره خبرې وکړې. ۲د هارون څلور زامن وُو، ندب چې د ټولو مشر وو، ابيهُو، اِلى‌عزر او اِتمر. ۳د هغوئ سرونه غوړ کړے شول او د اِمامانو په توګه مقرر کړے شول، ۴خو ندب او ابيهُو هغه وخت ووژلے شول چې کله هغوئ د سينا په بيابان کښې مالِک خُدائ ته هغه اور پېش کولو چې د هغې اجازت نۀ وو. د هغوئ هيڅ اولاد نۀ وو، نو اِلى‌عزر او اِتمر د خپل پلار هارون په ژوندون کښې د اِمامانو په توګه خِدمت کولو.

د ليويانو ذمه وارى

۵بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ۶”د ليويانو قبيله نزدې راوله او هغوئ د هارون اِمام دپاره خِدمتګاران مقرر کړه. ۷هغوئ به زما د حضور په مقدسه خېمه کار کوى او د اِمامانو او د ټول قوم دپاره به ذمه وارى پوره کوى. ۸هغوئ به د مقدسې خېمې د ټول سامان خيال ساتى او د نورو بنى اِسرائيلو دپاره به ذمه وارى پوره کوى. ۹ليويان د هارون او د هغۀ د زامنو د خِدمت دپاره وقف شوى دى. ۱۰تۀ به هارون او د هغۀ زامن مقرر کړې چې د اِمامانو په توګه ذمه وارى پوره کړى، بل هر څوک چې مقدسې خېمې ته د ورنزدې کېدلو کوشش وکړى نو هغه به ووژلے شى.“ ۱۱نو مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ۱۲‏-۱۳”ليويان دې اوس زما شى. کله چې ما د مِصريانو وړومبى پېدا شوى نران ووژل، نو د بنى اِسرائيلو د هر خاندان مشر زوئ او وړومبے پېدا شوے ځناور وقف کړے شول چې زما شى. خو اوس د بنى اِسرائيلو د مشرانو زامنو په ځائ ليويان به زما شى. زۀ مالِک خُدائ يم.“

د ليويانو مردم‌شمارى

۱۴مالِک خُدائ د سينا په بيابان کښې موسىٰ ته حُکم وکړو ۱۵چې د ليويانو د قبيلو او کورَنو نومونه وليکى، هغه هر يو نر دې وشمېرى چې عُمر يې د يوې مياشتې يا د دې نه زيات وى، ۱۶او موسىٰ د مالِک خُدائ د حُکم په مطابق د هغوئ نومونه وليکل. ۱۷‏-۲۰د ليوى درې زامن وُو، جيرسون، قُهات او مرارى، هغوئ د هغه قبيلو پلار نيکۀ وُو کومې قبيلې چې د هغوئ په نومونو ياديږى. د جيرسون دوه زامن وُو، لِبنى او سِمعى. د قُهات څلور زامن وُو، عُمرام، اِضهار، حبرون او عُزى‌اېل، او د مرارى دوه زامن وُو، محلى او موشى. هغوئ د هغه قبيلو پلار نيکۀ وُو چې د هغوئ په نومونو ياديږى. ۲۱لِبنى او سِمعى دواړه د جيرسون قبيلې وې. ۲۲هغه ټول نران په شمېر کښې اووۀ زره او پينځۀ سوه کسان وُو چې عُمر يې يوه مياشت يا د دې نه زيات وو. ۲۳جيرسونيانو نمرپرېواتۀ طرف ته د مقدسې خېمې نه وروستو خېمې ودرولې، ۲۴د اِلياسف سره چې د لا‌اېل زوئ او د جيرسون قبيلې مشر وو. ۲۵هغوئ د مقدسې خېمې دنننۍ پړدې، پاسنۍ پړدې، د ننوتلو دروازې د پړدې د خيال ساتلو ذمه وار وُو، ۲۶د هغه پړدو چې د خېمې د دربار او د قربان‌ګاه نه ګېرچاپېره وې او دربار ته د ننوتلو د دروازې پړدې. هغوئ د هغه ټول خِدمت ذمه وار وُو چې د دې څيزونو سره يې تعلق لرلو. ۲۷عُمرام، اِضهار، حبرون او عُزى‌اېل څلور واړه خاندانه د قُهات د قبيلې نه وُو. ۲۸د هغه ټولو نرانو شمېر اتۀ زره او شپږ سوه کسان وُو چې د هغوئ عُمر يوه مياشت يا د دې نه زيات وو. ۲۹قُهاتيانو د مقدسې خېمې جنوبى طرف ته خېمې ودرولې، ۳۰د اليصفن سره چې د عُزى‌اېل زوئ او د قبيلې مشر وو. ۳۱د هغوئ ذمه وارى د دې څيزونو خيال ساتل وُو يعنې د لوظ صندوق، مېز، ډيوټ، قربان‌ګاه، د هغه لوښو چې اِمامان يې په مقدس ځائ کښې استعمالوى او زيات مقدس ځائ ته د ننوتلو پړده. هغوئ د هغه ټول خِدمت ذمه وار وُو چې د دې څيزونو سره يې تعلق لرلو. ۳۲د ليويانو مشر د هارون اِمام زوئ اِلى‌عزر وو. د هغۀ مشرى په هغه کسانو باندې وه چې کومو په مقدس ځائ کښې کار کولو. ۳۳د محلى او موشى دواړه خاندانه د مرارى د قبيلې نه وې. ۳۴د هغه ټولو نرانو شمېر شپږ زره او دوه سوه کسان وُو چې د هغوئ عُمر يوه مياشت يا د دې نه زيات وو. ۳۵مراريانو د مقدسې خېمې شمالى طرف ته خېمې ودرولې، د صورى‌اېل سره چې د ابى‌خېل زوئ او د قبيلې مشر وو. ۳۶هغوئ د مقدسې خېمې د چوکاټونو، دُرشلو، ستنو، پښو او د دې په نورو ټولو څيزونو ذمه وار مقرر شول. هغوئ د هغه ټول خِدمت ذمه وار وُو چې د دې څيزونو سره يې تعلق لرلو. ۳۷هغوئ د ستنو، پښو، موږو او د دربار د بهرنۍ رسو د خيال ساتلو ذمه وار وُو. ۳۸موسىٰ، هارون او د هغۀ زامنو نمرخاتۀ طرف ته د مقدسې خېمې په مخکښې خېمې ودرولې. هغوئ د هغه خِدمت ذمه وار وُو چې د بنى اِسرائيلو دپاره په مقدس ځائ کښې کېدلو. بل هر چا چې د دې د کولو کوشش کړے وے نو هغه به وژلے شو. ۳۹د مالِک خُدائ په حُکم باندې چې موسىٰ او هارون د ليويانو کوم شمېر وکړو هغه ټول نران دوويشت زره وُو چې د هغوئ عُمر يوه مياشت يا د دې نه زيات وو.

د ليويانو د مشرانو زامنو په ځائ مقرر کېدل

۴۰‏-۴۱مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”د بنى اِسرائيلو ټول مشران زامن زما دى. نو د اِسرائيلو د هر مشر زوئ نوم وليکه، چې عُمر يې يوه مياشت يا د دې نه زيات وى. خو د هغوئ په ځائ زۀ دا د دعوې سره وايم چې ټول ليويان زما دى. زۀ مالِک خُدائ يم. زۀ دا هم وايم چې د ټولو وړومبو پېدا شوو څاروو په ځائ د ليويانو څاروى زما دى.“ ۴۲موسىٰ هم هغه شان وکړل چې څنګه مالِک خُدائ حُکم کړے وو او د بنى اِسرائيلو ټول مشران زامن يې وشمېرل ۴۳چې د هغوئ عُمر يوه مياشت يا د دې نه زيات وو، هغوئ ټول په شمېر کښې دوويشت زره دوه سوه او درې اويا کسان وُو. ۴۴بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ۴۵”اوس د بنى اِسرائيلو د ټولو مشرانو زامنو په ځائ ليويان وقف کړه چې زما شى او د بنى اِسرائيلو د وړومبو پېدا شوو څاروو په ځائ د ليويانو څاروى وقف کړه. زۀ مالِک خُدائ يم. ۴۶خو د بنى اِسرائيلو مشران زامن د ليويانو نه دوه سوه او درې اويا کسان زيات دى، نو تۀ به هغه زيات زامن واپس اخلې. ۴۷د هر يو دپاره د منلے شوى معيار په مطابق پينځۀ د سپينو زرو سيکې ورکړه، ۴۸او دا پېسې هارون او د هغۀ زامنو ته ورکړه.“ ۴۹‏-۵۰موسىٰ هم هغه شان وکړل او د سپينو زرو سيکې يې واخستلې چې يو زر درې سوه او پينځۀ شپېتۀ وې ۵۱او د مالِک خُدائ د فرمان په مطابق يې هغه هارون او د هغۀ زامنو له ورکړې.