د حضرت ميکاه نبى کِتاب - ماخذ انبياء

څلورم باب

د مالِک خُدائ غر

۱په آخرى ورځو کښې به د مالِک خُدائ د کور غر آباد شى او دا به په ټولو غرونو کښې مشر وى، دا به د غرونو دپاسه اوچت شى، او د ډېرو قومونو خلق به ورته راشى. ۲ډېر قومونه به راشى او وائى به، ”راځئ چې بره د مالِک خُدائ غر ته لاړ شُو، د يعقوب د خُدائ پاک کور ته. هغه به مونږ ته خپلې طريقې وښائى، نو چې مونږ د هغۀ په لار روان شُو.“ شريعت به صيون نه راوځى، او د خُدائ پاک کلام به د يروشلم نه راشى. ۳هغه به د ډېرو قومونو په مينځ کښې عدالت وکړى، او د لرې او نزدې مضبوطو حکومتونو لانجې به فېصله کړى. هغوئ به خپلې تُورې وټکوى او يوې به ورنه جوړې کړى او د خپلو نېزو نه به د بوټو قينچيانې جوړې کړى. قوم به د قوم خلاف تُوره نۀ اوچتوى، او نۀ به هغوئ د جنګ کولو تربيت حاصلوى. ۴هر يو کس به د خپل انګور د بوټى لاندې او د خپلو اينځرو د ونو لاندې کښېنى، او څوک به هم هغوئ ونۀ ويروى. ځکه چې دا مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائيلى دى. ۵هر يو قوم به د خپلو معبودانو په نوم روان وى، خو مونږ به د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک په نوم د تل دپاره روان يُو.

د مالِک خُدائ منصوبه

۶”په هغه ورځ،“ مالِک خُدائ فرمائى چې، ”زۀ به ګوډيان راغونډ کړم، زۀ به جلاوطن شوى راجمع کړم او هغوئ چې ما ورته غم و درد رسولے وو. ۷زۀ به د ماتو ګوډو او د هغوئ نه څوک چې جلاوطن کړے شوى دى يوه ډله بچ کړم چې يو مضبوط قوم ترې جوړ کړم. زۀ مالِک خُدائ به په هغوئ د هغې ورځ نه واخله د تل دپاره د يروشلم نه حکومت کوم.“ ۸او ترڅو چې تۀ يې، اے د رمې حفاظت کوونکيه، اے د صيون لور مضبوطې قلعې، پخوانے حکومت به تا ته بيا مِلاو شى، او بادشاهت به بيا يروشلم لور ته مِلاو شى. ۹تۀ اوس دومره په چغو ولې ژاړې، آيا ستا بادشاه نشته؟ آيا ستا مشيران مړۀ شوى دى، درد تۀ داسې ګېر کړے يې لکه چې ښځه د ماشوم د پېدا کېدو په درد کښې وى؟ ۱۰اے د صيون لورې، داسې د درد نه چغې او ټوپونه ووهه، لکه چې ښځه د ماشوم پېدا کېدو په وخت وهى، ځکه چې اوس به تاسو خامخا ښار پرېږدئ او په کولاو مېدان کښې به اوسېږئ. تۀ به بابل ته لاړه شې، خو تۀ به هلته بچ کړے شې. هلته به مالِک خُدائ تا د خپلو دشمنانو د لاسونو نه د تاوان په بدله را آزاده کړى. ۱۱نو اوس ډېر قومونه ستا خِلاف راغونډ شوى دى. هغوئ وائى، ”پرېږدئ چې هغه بې‌عزته شى، او پرېږده چې زمونږ سترګې په شوق سره صيون ته وګورى.“ ۱۲خو دوئ ته د مالِک خُدائ د سوچونو پته نشته، هغوئ ته د هغۀ د منصوبې پته نشته، هغه هغوئ درمند ته لکه د ګېډو په شان راغونډوى. ۱۳پاڅه او مُلکونه غوبل کړه، اے صيون لورې، ځکه چې زۀ به تا له د اوسپنې ښکر درکړم، زۀ به تا ته د پيتلو نوکونه درکړم او تۀ به ډېر قومونه ټوټه ټوټه کړې. تۀ به د هغوئ هغه مال چې په ظلم زياتى يې حاصل کړے دے مالِک خُدائ ته وقف کړې او د هغوئ دولت به د ټولې دُنيا مالِک ته پېش کړې.